ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې کارکوونکو د دې ادارې پر انحلال اعتراض وکړ

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې کارکوونکو د دې ادارې پر انحلال اعتراض وکړ

author avatar
30 Apr 2018 - 16:30
له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې کارکوونکو د دې ادارې پر انحلال اعتراض وکړ
author avatar
30 Apr 2018 - 16:30

کابل (پژواک، ۱۰غويی ۹۷): له فساد سره د مبارزې عالي ادارې ځینو کارکوونکو د دې ادارې د منحل کېدو په تړاو د حکومت پر پرېکړې اعتراض کړی او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې پر خپلې پرېکړه دې له سره کتنه وکړي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د شمال زون رییس شمس الله جاوېد چې د دې ادارې د اعتراض کوونکو کارکوونکو په استازولۍ یې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې د ملي یووالي حکومت کابینې، د دې ادارې د څارنې او څېړنې صلاحیتونه ځنډولي او د دې اداري اساسي مسوولیتونه یې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د دې ادارې د منحلولو پرېکړه کړې او غواړي چې له ادارې فساد سره د مبارزې معینیت، د لويې څارنوالۍ په چوکاټ کې له نوي تشکیل سره رامنځته کړي چې په دې سره به د دې ادارې کارکوونکو کاري مصوونیت ته زیان واوړي.

د یادې ادارې شمال زون مشر له حکومته غواړي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې دې له دې ادارې د یو خپلواک بنسټ په توګه ملاتړ وکړي او دغه بنسټ ته دې ځانګړي صلاحیتونه ورکړي.

 په ورته مهال، له اداري فساد سره د مبارزي عالي ادارې یاد چارواکي وړاندې وویل چې حکومت دې  په فساد کې  ښکېل کسان چې دوسیې د دې ادارې له لوري څېړل شوې، محاکمه کړي.

 همداراز د دې ادارې کارمندان له حکومته غواړي چې ډېر ژر دې له اداري فساد سره د مبارزې  پر قانون کار وکړئ.

د یادونې ده، له اداري فساد سره د مبارزې نوې ستراتيژۍ پر بنسټ، حکومت له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره له لويې څارنوالی سره مدغم کړي؛ خو دا کار تراوسه نه دی ترسره شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.