کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٧) : ناپېژاندو وسله والو کسانو په خوست ولايت کې د بي بي سي خبريال احمد شاه وواژه.
د پژواک خبريال وايي چې وسله والو پر احمد شاه د خوست ښار اړونده ګلزار اکا سيمې ته پر لاره د مندوخېلو په ساحه کې بريد کړى.
د نوموړي په وينا، احمدشاه په بريد کې سخت ټپي شوى و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د پژواک خبريال چې په خپله يې په روغتون کې د احمد شاه جسد ليدلى، وايي چې په څو مرميو لګېدلى دى.
د احمد شاه پلار ميرويس چې په روغتون کې د خپل زوى جسد سره ولاړ و، پژواک ته وويل چې ده په ښار کې سودا واخيسته او احمدشاه يې ته ورکړه چې کور ته يې ورسوي.
هغه وايي، احمدشاه پر بايسکل کور ته روان و چې د ښار اړونده د مندوخېلو په سيمه کې وسله والو پر ډزو سره وواژه.
د خوست امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې نن کابل کې د د اعش له خوا په يوه ځانمرګي بريد کې هم ٩ تنه خبريالان ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن