Language

د کندهار په ځينو مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند مواد خلاص شوي

کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، د دې ولایت په یو شمېر مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند مواد او سټېکرونه خلاص شوي او دغه لړۍ درېدلې ده.

د ولایتي شورا څو تنه غړي دا د مرکزي حکومت له خوا قصدي چاره ګڼي، خو د ټاکنو د کمېسیون سیمه ییز مسوولین وايي چې دغه ستونزه ژر هواروي.

په کندهار ښار کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي، خو نن په شاوخوا ۱۵ مرکزونو کې د نوم لیکنې سټېکرونه او د ثبت کتابونه خلاص شوي دي.

په دې اړه د کندهار د ولایتي شورا یو شمېر غړو له حکومت څخه د دغې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.

د کندهار د ولایتي شوار غړي سید احمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار په شاوخوا ۱۵ مرکزونو کې د نوم لیکنې سټېکرونه او د ثبت کتابونه خلاص شوي او د نوم لیکنې لړۍ درېدلې ده.

هغه دا یوه قصدي چاره وګڼله او ویې ویل، له هغه وروسته چې په کندهار کې د نوم لیکنې لړۍ چټکه شوه او تر دې مهاله له ۱۵۰ زرو څخه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې ده، د دې لپاره چې دغه لړۍ زیانمنه شي، دغه کار شوی دی.

د ده په باور، دا څنګه ممکنه ده چې په یوه وخت په دومره ډېرو مرکزونو کې مواد خلاص شي.

هغه له اړوندې ادارې او مرکز څخه  د دغې ستونزې د ژر حل غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا بل غړي عطا عطا وویل، د خلکو استازو د نوم لیکنې د پروسې د بریا په موخه پراخ کمپاین وکړ او خلک یې وهڅول چې د نوم لیکنې په بهیر کې ونډه واخلي او له همدې امله له کابل وروسته کندهار دویم ولایت دی چې ډېرو خلکو ځانونه ثبت کړي دي.

خو هغه وویل چې د نوم لیکنې لړۍ له پيله له ستونزو سره مل وه، مامورین کم دي، ځینې یې کافي سواد نه لري او له همدې امله خلک په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي چې ځانونه ثبت کړي.

د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې اوس تازه بله ستونزه راټوکېدلې او هغه دا چې په یو شمېر مرکزونو کې سټېکرونه او نور اړین مواد خلاص شوي چې خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه هم دا یوه سیاسي لوبه وګڼله او ویې ویل، ځینې کړۍ له دې وېره لري چې په کندهار کې ډېر خلک د راتلونکو ټاکنو لپاره ځانونه ثبتوي.

login or register a new account.

Related Topics