ښرنه (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يو مرکز بريد شوى چې په ترڅ کې یې ٣٠ طالبان وژل شوي او ٢٨ نور تپيان دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال سمونوال عبدالرووف مسعود د غويي په ٢٢مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د اومنې ولسوالۍ په وبښتۍ سيمه کې د طالبانو پر يو مرکز بريد کړى دى.
ده زياته کړه چې په دغه بريد کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.
د مسعود د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د طالبانو يو مازدا او يو رينجر موټر په ګډون د وسلو يوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.
په دې اړه د اومنې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل: ((د طالبانو پر مرکز بريد شوى، خو هلته څوک نږدې نه پرېږدي نو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم.))
دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي عبدالجليل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې چې په دغه بريد کې د طالبانو مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، اومنه د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز ښرنې سره تړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP