Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار والي استعفا کړې

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٧): د ننګرهار والي ګلاب منګل له خپلې دندې استعفا ورکړې او استعفا ليک يې مرکز ته لېږلى دى.

په کابل کې د سيمييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مطبوعاتي دفتر د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګلاب منګل نن خپله استعفا ليک د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته استولى دى.

سرچينې زياته کړې چې وروسته به ولسمشر د هغه د استعفا د منلو او نه منلو پرېکړه کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پخپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې والي استعفى ورکړې ده.

تر دې مخکې د ارګ يوې باوري سرچينې  پژواک اژانس ته ويلي وو چې په نږدې ورځو کې د ننګرهار والي ګلاب منګل، د هغه مرستيالان، د ملي امنيت رييس، امنيه قوماندان او يو شمېر نور ملکي او پوځي چاروکي له دندو لرې کېږي.

بلخوا په کابل کې يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ګلاب منګل به د ولسمشر له خوا د مشرانو جرګې انتسابي غړى وټاکل شي، خو تر اوسه رسمي سرچينو دا خبر نه دى تاييد کړی.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د نا امنيو له امله يو شمېر مدني فعالانو د والي د استعفا غوښتنه کوله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.