کندهار (پژواک، ۲۷ غویی ۹۷): د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي چې د سولې په ارمان یې له هلمند څخه تر کابله پلی مزل پيل کړی او له څلور ورځني مزل وروسته کندهار ښار ته رسېدلي، وايي د سولې په ارمان د خپل پلي مزل له ستړیا او د پښو د تڼاکو له دردونو خوند اخلي.
هغوی چې د روژې د لومړۍ ورځې شپه یې کندهار ښار کې د احمد شاه بابا په مزار کې تېره کړه، د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول، له هغوی سره یې د سولې غږ بدرګه کړ او د هغوی د پښو د تڼاکو درملنه یې وکړه.
د هلمند د سولې د ولسي حرکت د دغو غړو شمېر اووه تنه دی او دا شعارونه بدرګه کوي: ((ژوند چې مو بدرنګ دی- جنګ دی، جنګ دی))، ((موږ سوله غواړو))، ((جنګ بس دی)).
دوی وايي، له هغه وروسته چې هلمند کې یې د سولې لپاره خېمه ودروله او د جګړې له ښکېلو غاړو ناهيلي شول، نو سولې ته د رسېدو په موخه له هلمنده کابل ته پلي روان شول.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په هلمند کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې په سهار یې بيا په یاده سيمه کې د يو شمېر کسانو له لوري د سولې خېمه ودرول شوه.
د دې خېمې ګډونوالو له حکومت او طالبانو د جګړې درېدو او د سولې کولو غوښتنه وکړه.
د هلمند د سولې له خېمې په الهام اخيستو سره د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د سولې غوښتنې په موخه يوه او دوه خېمې ودرول شوې، خو ځينو له ښکېلو غاړو څخه د مثبت ځواب نه ترلاسه کولو له امله خپلې خېمې بېرته ټولې کړې.
خو د غويي ٢٣مه د هلمند د سولې خېمې ګډونوالو سولې ته د رسېدو په موخه کابل ته پلی حرکت پيل کړ چې په څلورمه ورځ کندهار ښار ته را ورسېدل.
د دې کسانو له ډلې قیس هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى د ولس لپاره سوله او د جګړې درېدل غواړي.
هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې له خپلو ملګرو سره یو ځای تر کابله پلی مزل پيل کړی چې لومړۍ شپه یې د لښکرګاه په دوه لارې، دویمه شپه په میوند ولسوالۍ، درېیمه شپه په ژیړۍ ولسوالۍ او څلورمه شپه کندهار ښار ته راو رسېدل.
دی وايي، د خپل دغه پلي مزل په بهیر کې له زرګونو ملکي وګړو، سیمه ییزو چارواکو او وسله والو مخالفینو سره مخ شول او تر هغوی یې د سولې پیغام ورساوه.
د نوموړي په وینا، ولس ورڅخه تود هرکلی کړی او غوښتنه یې دا ده چې دواړه لوري دې د دوی د وژلو پر ځای پر دوی په ګډه حکومت وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP