کندهار (پژواک، ۲۷ غویی ۹۷): د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي چې د سولې په ارمان یې له هلمند څخه تر کابله پلی مزل پيل کړی او له څلور ورځني مزل وروسته کندهار ښار ته رسېدلي، وايي د سولې په ارمان د خپل پلي مزل له ستړیا او د پښو د تڼاکو له دردونو خوند اخلي.
هغوی چې د روژې د لومړۍ ورځې شپه یې کندهار ښار کې د احمد شاه بابا په مزار کې تېره کړه، د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول، له هغوی سره یې د سولې غږ بدرګه کړ او د هغوی د پښو د تڼاکو درملنه یې وکړه.
د هلمند د سولې د ولسي حرکت د دغو غړو شمېر اووه تنه دی او دا شعارونه بدرګه کوي: ((ژوند چې مو بدرنګ دی- جنګ دی، جنګ دی))، ((موږ سوله غواړو))، ((جنګ بس دی)).
دوی وايي، له هغه وروسته چې هلمند کې یې د سولې لپاره خېمه ودروله او د جګړې له ښکېلو غاړو ناهيلي شول، نو سولې ته د رسېدو په موخه له هلمنده کابل ته پلي روان شول.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په هلمند کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې په سهار یې بيا په یاده سيمه کې د يو شمېر کسانو له لوري د سولې خېمه ودرول شوه.
د دې خېمې ګډونوالو له حکومت او طالبانو د جګړې درېدو او د سولې کولو غوښتنه وکړه.
د هلمند د سولې له خېمې په الهام اخيستو سره د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د سولې غوښتنې په موخه يوه او دوه خېمې ودرول شوې، خو ځينو له ښکېلو غاړو څخه د مثبت ځواب نه ترلاسه کولو له امله خپلې خېمې بېرته ټولې کړې.
خو د غويي ٢٣مه د هلمند د سولې خېمې ګډونوالو سولې ته د رسېدو په موخه کابل ته پلی حرکت پيل کړ چې په څلورمه ورځ کندهار ښار ته را ورسېدل.
د دې کسانو له ډلې قیس هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى د ولس لپاره سوله او د جګړې درېدل غواړي.
هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې له خپلو ملګرو سره یو ځای تر کابله پلی مزل پيل کړی چې لومړۍ شپه یې د لښکرګاه په دوه لارې، دویمه شپه په میوند ولسوالۍ، درېیمه شپه په ژیړۍ ولسوالۍ او څلورمه شپه کندهار ښار ته راو رسېدل.
دی وايي، د خپل دغه پلي مزل په بهیر کې له زرګونو ملکي وګړو، سیمه ییزو چارواکو او وسله والو مخالفینو سره مخ شول او تر هغوی یې د سولې پیغام ورساوه.
د نوموړي په وینا، ولس ورڅخه تود هرکلی کړی او غوښتنه یې دا ده چې دواړه لوري دې د دوی د وژلو پر ځای پر دوی په ګډه حکومت وکړي.
د هاشمي په وينا، څه موده وړاندې يې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې په خاطر جګړه بنده او د مذاکراتو وخت وټاکي، خو يو لوري هم مثبت ځواب نه دى ورکړى.
دی وايي، د روژې لومړۍ ورځ کندهار ښار کې تېروي او همدلته به له دیني عالمانو او نورو مخورو سره ویني، هغوی ته به وايي چې که غوښتنې یې په حقه وي، نو باید ملاتړ یې وشي او د سولې غږ ورسره بدرګه شي او که غلطې وي، نو دوی به بېرته وګرځي.
نوموړي وویل، په دې فرض روژه کې د سولې په ارمان د خپل پلي مزل له ستړیاوو او د پښو د تڼاکو له دردونو خوند اخلي.
د دغه حرکت یوه بل غړي اقبال خيبر پژواک اژانس ته وویل، د ولس د سولې غږ د جګړې تر ښکېلو غاړو او نړیوالو رسوي، که په دې لار کې وهم وژل شي، نو پروا یې نه لري.
هغه زیاته کړه، ولس نور له جګړو ستړی دی، ځکه د دې جګړې اصلي قربانیان عام خلک دي او هغوی نور سولې او ارامۍ ته تږي دي.
نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ولس د سولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي که دا کار و نه شي، نو دوی به خپل پلی مزل شمال ته وغځوي او له هغه وروسته به پر بل اقدام غور کوي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د سولې له دغه حرکت سره يو ځاى شي ترڅو د ټولو دغه ارمان پوره شي.
د کندهار سلګونو ځوانانو د هلمند د سولې د حرکت د غړو تود هرکلی وکړ او د احمدشاه بابا پر مزار کې یې د شپې تر ناوخته نه یواځې هغوی ته د خوراک بندوبست وکړ، بلکې د هغوی د پښو د تڼاکو درملنه یې هم وکړه.
د دغو ځوانانو له ډلې ټولنیز فعال ستار هوتکي پژواک اژانس ته وویل، د کندهار سلګونو ځوانانو هم پر ټولنیره رسنۍ فېسبوک او هم د عمل پر ډګر د هلمندي ځوانانو د سولې غږ بدرګه کړ.
دی زیاتوي، کېدای شي له کندهاره هم یو شمېر ځوانان د هلمند د سولې د حرکت له غړو سره تر کابله ملګري شي.
د نوموړي په وینا، خلک نور له وینې تویېدنې او جګړو ستړي دي او د سولې په ارمان دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









