ښرنه (پژواک ۲۷ غويی ۹۷): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د پولېسو په پوستې بريد کړی چې درې پولېس په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د وژل شويو پوليسو يو تن سيمه وال منظم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ د هستي په پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې درې پوليس چې دوه يې د دوی کليوال دي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
قومي مشر ملک سردار خان هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې د وړممۍ ولسوالۍ دوه پوليس تېره شپه د جاني خېلو ولسوالۍ د هستي په پوسته کې وژل شوي دي، خو اوس يې د لېږد لپاره په پلان کار کوي.
د يادونی وړ دی چې امنيتي مسوولينو يواځې د پېښې پخلی کړی او وايي چې په دې اړه نور معلومات له رسنيو سره نه شريکوي.
هڅه مو وکړه چې د قوماندانۍ د وياند او يا هم د امنيت د آمر نظر واخلو، خو په اړه يې خبرې نه کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.