Language

پاکستان افغان سوداګرو ته د پنبې صادرولو اجازه ورکړه

کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧) : د کندهار چارواکي وايي چې پاکستان افغان سوداګرو ته دغه هېواد ته د پنبې صادرولو اجازه ورکړې ده.

د کندهار ولايت مقام له خوا د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، مرستيال والي عبدالحنان منيب نن له افغان سوداګرو، صنعتکارانو او په دغه ولايت کې د پاکستان سرپرست کونسل جنرال سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، څه موده وړاندې پاکستان له  کندهار څخه د پنبې په صادراتو بندېزلګولى و، چې له امله يې افغان سوداګر له مالي زيان سره مخ شوي وو.

مرستيال والي وايي چې افغان سوداګرو د ولايت مقام او نورو چارواکو سره د ليدنو پر مهال ددې ستونزې د هوارولو غوښتنه کړې ده.

د منيب په خبره، ياده ستونزه دولايتي ادارې په هلوځلو حل شوه او اوس افغان سوداګر کولی شي چې پنبه پاکستان ته صادره کړي.
مرستيال والي د پاکستان له کونسل  څخه مننه وکړه چي د يادو ستونزو د حل په برخه کې يې همکاري کړې ده.

د پاکستان سرپرست کونسل وويل چې  هېواد  يې د وچې او تازه مېوې پر سره له افغان سوداګرو څخه د ماليې په برخه کې هم د پام وړ همکاري کړې ده.

د هغه په خبره، چې پخوا ياده ماليه لوړه وه او اوس يې ماليه کمه کړې ده.

login or register a new account.