هرات (پژواک، دغبرګولي لومړۍ نېټه ۹۷): د هرات ولایت ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د زاړه کشک ولسوالۍ اړوند پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې دوه پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د زاړه کشک ولسوال لعل محمد عمرزوی پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ۲ بجې د دې ولسوالۍ د "درزک"پر امنيتي پوسته طالبانو بريد وکړ.
د هغه په خبره، جګړې یونيم ساعت دوام درلود چې په پايله کې یې ۷ پوليس ټپیان او ۲ نور وژل شوي، د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
نوموړي زياته کړه چې د مرګ ژوبلې د کموالي په موخه دوی شا تګ کړی او طالبان د مرستندوی ځواکونو تر رسېدو وړاندې پوستې ته ننوتلي او یو شمېر وسلې یې له ځان سره وړې دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده د دې پېښې پخلي کړی او وایي له څېړنو وروسته به په دې اړه رسنيو ته نور معلومات ورکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د درزک سيمه د زاړه کشک له ولسوالۍ ۲۰ کیلومتره لرې په داسې سیمه کې پرته ده چې ډېرې سختې لارې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن