Language

پکتیا کې شپږ پولیس وژل شوي او پنځه نور طالبانو نیولي

ګردېز (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او پنځه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ يو افسر د نوم نه خپرولو په شرط د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په لوى دېوال سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي او پنځه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

ده وويل چې وسله والو له پوستې يو هاموې، يو رينجر موټر او وسلې هم له ځان سره وړې او اوس (د ورځې ١١ بجې) هڅه کوي چې ياد نظامي وسايط بلې سيمې ته ولېږدوي، خو هېڅ امنيتي ارګان يې د مخنيوي لپاره اقدام نه کوي.

نوموړي د پېښې عمده لامل د مسوولينو نه پاملرنه او د امنيتي ارګانونو تر منځ نه همغږي بولي چې په خبره يې څو ځلې ورسره د دې او نورو پوستو د سقوط ګواښ شريک شوی و، خو تدابير ورته نه دي نيول شوي.

د زرمت ولسوال حکيم وزيري هم پېښه تاييدوي.

خو وزيري پژواک ته وويل چې په دغه برید کې دوه پوليس وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ټپيان دي، چې وسله والو له ځان سره وړي او دوی يې د را خلاصون هڅې پيل کړې دي.

نوموړي وويل: ((زخميان يې د زرمت مموزو سيمې ته وړي، زموږ نفر معلومات کوي، د را خلاصون هڅه يې کوو.))

خو بل لور ته د ګردېز ښار د لومړۍ حوزې امر څارمن سميع الله صديقي پژواک ته وويل چې دغه پوسته د زرمت نه، بلکې د ګردېز اړوند د ابراهيم خېلو سيمې د منصور پوسته ده.

ده وويل چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي خو د امنيتي ځواکونو په مقابلو ډزو کې ١٢ طالبان هم وژل شوي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او درې نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

login or register a new account.