تالقان (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٧) : وسله والو طالبانو د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې درې پاڅون کوونکي وژلي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وژل شوو کسانو د یادې ولسوالۍ په زرد کمر سیمه کې د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې وې.
ولسوال وايي چې درې پاڅون کوونکو تېره شپه په خپله سیمه کې پهره کوله چې د طالبانو له لوري نیول شوي او بیا د سهار پنځه بجې پر ډزو ویشتل شوي دي.
نوموړی وايي چې دوه وژل شوي پاڅون کوونکي څلور کاله وړاندې د طالبانو له لیکو څخه له خپلو وسلو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.
د خواجه غار ښار یو اوسېدونکی انور وايي چې ددغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ولسي وګړي د امنیت ساتلو لپاره د پاڅون کوونکو په نامه وسلې اخیستي چې د طالبانو له ګواښ سره مخ شوي دي.
دی وايي، حکومت خلک هڅوي چې د خپلو سیمو امنیت ساتلو لپاره وسلې واخلي، خو بیا يې ملاتړ نه کوي.
خو ولسوال وايي چې د امنیت په ساتلو او د طالبانو په ځپلو کې پاڅون کوونکو له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP