ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې درې پاڅون کوونکي ووژل شول

په تخار کې درې پاڅون کوونکي ووژل شول

author avatar
27 May 2018 - 11:11
په تخار کې درې پاڅون کوونکي ووژل شول
author avatar
27 May 2018 - 11:11

تالقان (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٧) : وسله والو طالبانو د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې درې پاڅون  کوونکي وژلي دي. 

د خواجه غار ولسوال محمد عمر د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وژل شوو کسانو د یادې ولسوالۍ په زرد کمر سیمه کې د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې وې.

ولسوال وايي چې درې پاڅون کوونکو تېره شپه په خپله سیمه کې پهره کوله چې د طالبانو له لوري نیول شوي او بیا د سهار پنځه بجې پر ډزو ویشتل شوي دي.

نوموړی وايي چې دوه وژل شوي پاڅون کوونکي څلور کاله وړاندې د طالبانو له لیکو څخه له خپلو وسلو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

د خواجه غار ښار یو اوسېدونکی انور وايي چې ددغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ولسي وګړي د امنیت ساتلو لپاره د پاڅون کوونکو په نامه وسلې اخیستي چې د طالبانو له ګواښ سره مخ شوي دي.

دی وايي، حکومت خلک هڅوي چې د خپلو سیمو امنیت ساتلو لپاره وسلې واخلي، خو بیا يې ملاتړ نه کوي.

خو ولسوال وايي چې د امنیت په ساتلو او د طالبانو په ځپلو کې پاڅون کوونکو له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته کړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.