ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى

د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى

author avatar
29 May 2018 - 14:11
د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى
author avatar
29 May 2018 - 14:11

محمودراقي (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧) : چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې درې سيمه ييز پوليس ټپيان شوي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د نجراب ولسوالۍ د افغانيه په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، لومړى يو تن پلي ځانمرګي د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او وروسته  نورو وسله والو ډزې پيل کړې.

د نوموړي په وينا، سيمې ته نور ځواکونه لېږل شوي ووچې له امله يې وسله وال مخالفين له سيمې څخه تښتېدلي دي.

يوسفزي وويل، په ځانمرګي بريد کې درې پوليس ټپيان شوي او په ځوابي ډزو کې درېيو وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.