محمودراقي (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧) : چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې درې سيمه ييز پوليس ټپيان شوي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د نجراب ولسوالۍ د افغانيه په سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، لومړى يو تن پلي ځانمرګي د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او وروسته نورو وسله والو ډزې پيل کړې.
د نوموړي په وينا، سيمې ته نور ځواکونه لېږل شوي ووچې له امله يې وسله وال مخالفين له سيمې څخه تښتېدلي دي.
يوسفزي وويل، په ځانمرګي بريد کې درې پوليس ټپيان شوي او په ځوابي ډزو کې درېيو وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP