ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د نښتې پر مهال پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپيسا کې د نښتې پر مهال پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Jun 2018 - 11:42
کاپيسا کې د نښتې پر مهال پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Jun 2018 - 11:42

محمود راقي (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اښتې ده.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپی وايي چې دا نښته پرون تر غرمې وروسته د ولسوالۍ  په بازار کې رامنځته شوې وه.

هغه د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو سرتېرو بازار ته د سودا اخيستلو په موخه ورغلي وو، چې وسله والو طالبانو  پرې ډزې وکړې.

د نوموړي په وينا، د ملي اردو ځواکونو پر وسله والو ځوابي ډزې وکړې، چې په پايله کې يې يو طالب او يو ملکي وګړى ووژل شول او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د شېرزمان په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د ولسوالۍ بازار نيمه ورځ ددولت او نيمه ورځ د وسله والو تر واک لاندې وي.

هغه وايي، پرون د ملي اردو ځواکونو له يوه قصاب څخه غوښه اخيستله، چې يو طالب پرې ډزې وکړې ، چې په ځوابي ډزو کې طالب او قصاب  ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.