مزار شريف (پژواک، ٢٢ غبرګولی ۹۷): په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د سختو جګړو له امله په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زيات شوی دی.
د شمال د بشري حقونو کمېسيون مشر سيد محمد سامع، دغه څرګندونې نن سه شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په مزار شريف کې پر ماشومانو د درنو کارونو د مخنيوي نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې وکړې.
سامع وويل چې د سختو جګړو له امله هر کال د کارګرو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زياتېږي.
هغه زياته کړه چې د نا امنيو له امله ماشومان له زده کړو هم پاتې کېږي او بيا په درنو کارونو لاس پورې کوي.
نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې دمګړۍ د شمال په کچه بې شمېره ماشومان په کارخونو، د غالۍ اوبدلو په مرکزونو او د خښتو په بټيو کې په درنو کارونو بوخت دي.
شمال کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر زياتوي، ډېر کله دغه کارګر ماشومان د يادو کارخونو د مالکانو له خوا له تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي.
نوموړي اندېښنه وښوده چې د يادو ماشومانو د روزنې او لاسنيوي لپاره هېڅ ډول هڅې نه کېږي، چې په وينا يې خطرناکې پايلې به ولري.
د دغې غونډې جوړوونکي او د اپسو فرهنګي موسسې مشر مهدي نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې د کارګرو ماشومانو تر څنګ د سوالګرو ماشومانو شمېر هم زيات شوی دی.
نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې تر ډېره يې ځان په سياسي معادلو کې بوخت ساتلی او په ځانګړي ډول يې د ماشومانو خراب وضعيت ته پاملرنه نه ده کړې.
نيازی زياتوي چې د افغان ماشومانو اوسنی ناوړه حالت، د راتلونکو نسلونو لپاره خطرناک پيغام درلودی شي.
هغه وايي چې يو شمېر کورنۍ د ناسم اقتصادي وضعيت له امله خپل ماشومان مجبوروي چې په درنو کارونو لاس پورې کړي.
د دغې غونډې له تالاره دباندې د مزارشريف ښار د حضرت علي روضې په شمالي دروازه کې د حسين په نوم ۱۲ کلن ماشوم د عمومي سړک پر پياده رو په داسې حال کې ناست دی، چې د رنګمالۍ وړکی زېړ بکس يې مخ ته ايښی دی.
login or register a new account.