منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په شمال کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر زيات شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

مزار شريف (پژواک، ٢٢ غبرګولی ۹۷): په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د سختو جګړو له امله په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زيات شوی دی.

د شمال د بشري حقونو کمېسيون مشر سيد محمد سامع، دغه څرګندونې نن سه شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په مزار شريف کې پر ماشومانو د درنو کارونو د مخنيوي نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې وکړې.

سامع وويل چې د سختو جګړو له امله هر کال د کارګرو ماشومانو شمېر په بېساري ډول زياتېږي.

هغه زياته کړه چې د نا امنيو له امله ماشومان له زده کړو هم پاتې کېږي او بيا په درنو کارونو لاس پورې کوي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې دمګړۍ د شمال په کچه بې شمېره ماشومان په کارخونو، د غالۍ اوبدلو په مرکزونو او د خښتو په بټيو کې په درنو کارونو بوخت دي.

شمال کې د بشري  حقونو د ساحوي دفتر مشر زياتوي، ډېر کله دغه کارګر ماشومان د يادو کارخونو د مالکانو له خوا له تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې د يادو ماشومانو د روزنې او لاسنيوي لپاره هېڅ ډول هڅې نه کېږي، چې په وينا يې خطرناکې پايلې به ولري.

د دغې غونډې جوړوونکي او د اپسو فرهنګي موسسې مشر مهدي نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې د کارګرو ماشومانو تر څنګ د سوالګرو ماشومانو شمېر هم زيات شوی دی.

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې تر ډېره يې ځان په سياسي معادلو کې بوخت ساتلی او په ځانګړي ډول يې د ماشومانو خراب وضعيت ته پاملرنه نه ده کړې.

نيازی زياتوي چې د افغان ماشومانو اوسنی ناوړه حالت، د راتلونکو نسلونو لپاره خطرناک پيغام درلودی شي.

هغه وايي چې يو شمېر کورنۍ د ناسم اقتصادي وضعيت له امله خپل ماشومان مجبوروي چې په درنو کارونو لاس پورې کړي.

د دغې غونډې له تالاره دباندې د مزارشريف ښار د حضرت علي روضې په شمالي دروازه کې د حسين په نوم ۱۲ کلن ماشوم د عمومي سړک پر پياده رو په داسې حال کې ناست دی، چې د رنګمالۍ وړکی زېړ بکس يې مخ ته ايښی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سهار شپږ بجې دغه ځای ته  د کار لپاره راځي او ماښام شپږ بجې بېرته ځي.

حسين خپل مخکې ايښودل شويو د رنګمالۍ وسايلو ته اشاره وکړه او او زياته يې کړه: ((په دې ګرمۍ کې د دغه برس له لارې په پيدا شويو يو څو روپيو ماښام ډوډۍ اخلم او کور ته يې وړم.))

نوموړي د يوه سوړ اسوېلي له وېستلو وروسته زياته کړه، پنځه کاله مخکې يې کورنۍ د جګړو له امله له سرپل ولايت څخه مزار شريف ته راکډه شوه چې اوس دلته په کرايي کور کې اوسېږي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، له ځانه دوه مشرې خويندې او درې واړه وروڼه لري.

د حسين په وينا، پلار يې په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او دا چې په يواځې ځان د کورنۍ خرڅ نه شي برابرولی؛ نو دی اړ دی چې د رنګمالۍ له لارې مرسته ورسره وکړي.

د پژواک د پوښتنې په ځواب کې د حسين سترګې له اوښکو راډکې شوې او ويې ويل: ((اول ټولګي کې نوی شامل شوی وم، چې کډه مو مزار ته راغله، له ښوونځي سره ډېره مينه لرم؛ خو ځکه يې نه شم ويلی، چې بيا به د بېګا د کور د ډوډۍ پيسې څوک پيدا کړي.))

په ورته وخت کې نن په مزار شريف کې يوه افغان سوداګر له سل تنو بېوزله ماشومانو سره د اختريزو جامو مرسته وکړه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه