کابل( پژواک،۲۳ غبرګولی ۹۷): د اختر په ورځو کې ډېر خواړه مه خورئ. د وچې مېوې، کیک او کلچو په بدل کې دې تازه مېوه وخوړل شي. د نوشابې پر ځای اوبو او د سرو کړو او سرتړلو خوراکونو پر ځای له سبو،ښوروا، یخني او اش څخه ګټه واخلئ.
د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې رییس ډاکتر همايون له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دې ته په کتو چې د روژې په مبارکه مياشت کې معده ۱۷ ساعته استرحت کوي او داسې روږدې شوې چې يه ډېره کچه د مغزي موادو د هضم وړتیا نه لري؛ نو له دې امله دا وړانديز کېږي چې د اختر په ورځو کې دې د درندو مغزي موادو له خوړلو څخه ډډه وشي.
نوموړي زیاته کړه، ډېر خوراک د یو لړ ستونزو لکه ناسم هضم، نس ناستې، کانګو او د ډېرو مایعاتو د له لاسه ورکولو لامل کېږي چې یادو حالتونو ته خوراکي مسمومېدل وايي.
د هغه په خبره، د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د انسان لپاره په ورځنیو چارو کې د هاضمې سیستم، سرخوږى، ستړیا او د بې حسۍ ستونزې رامنځ ته کوي.
دی وايي، د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د عارضي ستونزو سربېره د یو شمېر اساسي روغتیايي ستونزو لامل هم کېږي.
نوموړي زیاته کړه: (( ښه لاره داده چې د اختر په ورځو کې کم خوراک وشي؛ ځکه نه خوراک زموږ لپاره هېڅ ستونزه نه لري او روژه هم نه ده چې پشلمی وي او بیا د ورځې په جریان کې څه ونه شو خوړلای.))
د هغه په خبره، تازه مېوې د انسان د بدن لپاره تر ټولو غوره خوراک دي او په ټول هېواد کې باید بدلون راشي تر څو د وچې مېوې، کېک او کلچو پر ځای تازه مېوه وخوړل شي.
لودین وړانديز کوي چې ښاریان دې د اختر په ورځو کې د نوشابو او نورو پاکټ شوو محصولاتو لکه ګاز لرونکې نوشابې، د مېوو پاکټي اوبه، او خوږو څخه ځان وساتي ځکه هغه غوړي چې د کیکو او کلچو په جوړښت کې کارول کېږي په ډېرو بدو غوړیو بدلېږي او بدن د هغه د جذبولو توان نه لري چې د مغزي سکتې او د وينې د فشار د لوړېدو لامل ګرځي.
نوموړی وايي، کله چې یو کس د ورځې په جریان کې له لسو مغزونو(بادام،پسته، خستې او چها مغز) څخه ډېر مصرف کړي نو د خوراکي مسمومېدو، ناسم هضم او نورو ستونزو لامل کېږي.
هغه څرګندوي، اوبه باید ډېرې وڅښل شي؛ خو سره شوي خواړه د معدې لپاره تر ټولو بد خواړه دي؛ ځکه چې معده د اختر په ورځو کې له دا ډول ګازلرونکو خوراکونو سره نه وي روږدې نو باید ونه خوړل شي.
نوموړي زیاته کړه، اوبه لرونکې خوراکونه لکه ښوروا، یخني او اش چې هېڅ مواد یې نه وي سره شوي او سابه د بدن لپاره تر ټولو غوره خوراکونه دي.
لودین وویل: (( له بده مرغه چې د اختر په ورځو کې د ډېر خوراک له امله ناروغان په روغتونونو کې نه ځایېږي او ډېری ناروغان یې له ډېر خوراک څخه ستونزې ګالي.))
د عامې روغتیا د عامه تغذيې رییس، له ښاریانو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې په تدريجي ډول خوراک وکړي، ځکه معده د دويم ځل لپاره د استراحت له حالت څخه عادي حالت ته راګرځي.