ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​په هلمند کې احتمالي کاندیدانو یوه تذکره تر سلو ډالرو پورې پېرلې

​په هلمند کې احتمالي کاندیدانو یوه تذکره تر سلو ډالرو پورې پېرلې

author avatar
14 Jun 2018 - 14:43
​په هلمند کې احتمالي کاندیدانو یوه تذکره تر سلو ډالرو پورې پېرلې
author avatar
14 Jun 2018 - 14:43

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٧): په هلمند کې د ولسي جرګې احتمالي کانديدانو په ټاکنو کې د بريا په موخه له درې زرو افغانيو تر سل ډالرو پورې يوه تذکره پېرلې ده.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په ولسي جرګه کې د هلمند د اتو څوکيو لپاره ٧١ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.

په هلمند کې يوې حکومتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نوم ليکنې له پيله داسې معلومېده چې د نا امنۍ له امله به ډېر لږ کسان ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانونو ته ځانونه نوماند نه کړي.

خو هغه وايي چې د وخت په تېرېدو سره د ولسي جرګې د برحاله غړو تر څنګ يو شمېر شتمنو او زورواکو کسانو هم ځانونه نوماند کړل.

ده زياته کړه: ((دغو کسانو له دې وېرې چې ډېر لږ کسان به پر تذکرو سټېکر ولګوي او لږ کسان به نوم ليکنه وکړي، نو لاس په کار شول او يوه تذکره يې له درېيو زرو افغانيو تر سلو ډالرو پورې واخيسته.))

سرچينې په دې برخه کې د چا نوم په ډاګه نه کړ خو زياته یې کړه چې دغه کسان ټول هلمند ته معلوم دي.

خو دولتي کارکوونکي نورالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې د خپلې کورنۍ پنځه تذکرې يې يو نوماند ته په شل زره پاکستانۍ کلدارو ورکړې دي.

هغه وايي: ((دا تذکرې يواځې د تضمين لپاره ورکړي، که رايه غواړي نو بيا به نورې پيسې هم راکوي.))

بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه له هلمنده  ولسي جرګې ته يوه احتمالي نوماند جان محمد شېرزاد هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د تذکرو پېر او پلور شوى دى.

هغه وايي: ((د تذکرو خرڅول او اخيستل به درغلۍ او هېواد کې فساد او نا امنۍ ته لار نوره هم هواره کړې.))

نوموړي اندېښنه وښوده چې يو شمېر خلکو يو ځل خپلې تذکرې پر هغو کسانو وپلورلې چې تل يې د دوى پر سر معاملي کړې او اوس به د ډوډۍ او پيسو په مقابل کې رايه هم همدوى ته ورکوي.

دغه راز د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي سپين ږيري سيدا جان پژواک ته وويل: ((زموږ تذکرو سټېکرونه نه درلودل، يو کس ورباندې سټېکرونه ولګول بيا موږ ته درې درې زره کلدارې هم راکړې، او ويل یې چې د ټاکنو په ورځ راشې بيا خبرې کوو نو نه پوهېږم چې بيا به موږ ته پيسې راکړي کنه.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.