لښکرګاه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٧): په هلمند کې د ولسي جرګې احتمالي کانديدانو په ټاکنو کې د بريا په موخه له درې زرو افغانيو تر سل ډالرو پورې يوه تذکره پېرلې ده.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په ولسي جرګه کې د هلمند د اتو څوکيو لپاره ٧١ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
په هلمند کې يوې حکومتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نوم ليکنې له پيله داسې معلومېده چې د نا امنۍ له امله به ډېر لږ کسان ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانونو ته ځانونه نوماند نه کړي.
خو هغه وايي چې د وخت په تېرېدو سره د ولسي جرګې د برحاله غړو تر څنګ يو شمېر شتمنو او زورواکو کسانو هم ځانونه نوماند کړل.
ده زياته کړه: ((دغو کسانو له دې وېرې چې ډېر لږ کسان به پر تذکرو سټېکر ولګوي او لږ کسان به نوم ليکنه وکړي، نو لاس په کار شول او يوه تذکره يې له درېيو زرو افغانيو تر سلو ډالرو پورې واخيسته.))
سرچينې په دې برخه کې د چا نوم په ډاګه نه کړ خو زياته یې کړه چې دغه کسان ټول هلمند ته معلوم دي.
خو دولتي کارکوونکي نورالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې د خپلې کورنۍ پنځه تذکرې يې يو نوماند ته په شل زره پاکستانۍ کلدارو ورکړې دي.
هغه وايي: ((دا تذکرې يواځې د تضمين لپاره ورکړي، که رايه غواړي نو بيا به نورې پيسې هم راکوي.))
بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه له هلمنده ولسي جرګې ته يوه احتمالي نوماند جان محمد شېرزاد هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د تذکرو پېر او پلور شوى دى.
هغه وايي: ((د تذکرو خرڅول او اخيستل به درغلۍ او هېواد کې فساد او نا امنۍ ته لار نوره هم هواره کړې.))
نوموړي اندېښنه وښوده چې يو شمېر خلکو يو ځل خپلې تذکرې پر هغو کسانو وپلورلې چې تل يې د دوى پر سر معاملي کړې او اوس به د ډوډۍ او پيسو په مقابل کې رايه هم همدوى ته ورکوي.
دغه راز د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي سپين ږيري سيدا جان پژواک ته وويل: ((زموږ تذکرو سټېکرونه نه درلودل، يو کس ورباندې سټېکرونه ولګول بيا موږ ته درې درې زره کلدارې هم راکړې، او ويل یې چې د ټاکنو په ورځ راشې بيا خبرې کوو نو نه پوهېږم چې بيا به موږ ته پيسې راکړي کنه.))
يادو ټولو کسانو په دې برخه کې د هېڅ نوماند نوم په ډاګه نه کړ.
خو بل لور ته د يو کانديد موکل د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې د شپږ زره کسانو تذکرې يې د پېسو په مقابل کې اخيستې دي.
هغه وايي: ((موږ دې ټولو کسانو ته پيسې ورکړې او دوى به د ټاکنو په ورځ رايه هم موږ ته راکوي او مرکزونه يې هم موږ ته معلوم دي، درغلي هم له موږ سره نه شي کولاى.))
د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د ټاکنو کمېسيون سرپرست احمدشاه صاحبزاده پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يو شمېر کسانو دوه او درې تذکرې اخيستې او بيا يې پر نورو کسانو پلورلې دي.
هغه وايي: ((په دې هم حکومت، خلک او موږ خبر یو چې د تذکرو پېر او پلور په ښکاره شوى چې دا کار د ټاکنو خلاف دى او حتمن به يې اړه تصميم نيول کېږي.))
خو بل لور ته د هلمند والي محمد ياسين خان بيا وايي چې تر وروستي بريده هڅه کوي څو رڼې ټاکنې ترسره شي.
ده وويل: ((يواځې هغه کسان به بريالي کېږي چې پاکې رايې واخلي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.))
د هلمند د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ٢٧٠زره کسانو نوم ليکنه کړې چې نږدې دېرش زره يې ښځې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










