کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٧): ولسمشر غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د اختر مبارکي وویله.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته ولاړ او د وسله وال پوځ له ټپيانو د پوښتنې ترڅنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي ورکړه.
سرچينه کاږي چې ولسمشر د وسله وال پوځ ټپیانو ته په خطاب کې وویل: "زه او د افغانستان خلک ستاسې د هره یوه منندوی او قدردان یو او ستاسې د درملنې او روغتیایي وضعیت د لا ښه والي په خاطر له ټولو امکاناتو استفاده کېږي."
سرچينه زياتوي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو هم ولسمشر ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه او د دوی د پوښتنې او وسله وال پوځ ته د پاملرنې له امله یې د نوموړي قدرداني وکړه.
هغوی ډاډ ورکړ چې له بشپړې روغتیا وروسته به بیا هم د خپلو خلکو او وطن خدمت کوي.
د خبرپاڼې په حواله، د سردارمحمد داوود خان روغتون مسوولو ډاکټرانو اشرف غني ته د ټپيانو د روغتیایي وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ډاکټرانو ټیم ۲۴ ساعته د ټپيانو په خدمت کې دی.
محمداشرف غني د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د مسوولینو او ډاکټرانو د هڅو او زحمتونو مننه وکړه او د ټپيانو پر لا ښې درملنې یې ټینګار وکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP