جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د موټرسايکلونو بنديز د دې لامل شوی چې د اختر په تېرو درېيو ورځو کې د ګوتو په شمار ترافيکې پېښې ثبت شوې دي.
دوی وايي، تېرو اخترونو کې د ترافيکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته؛ خو دا ځل د اختر په درې واړو ورځو کې يواځې ۱۱ کسان ټپيان شوي، چې هغه هم د کابل – جلال اباد او جلال اباد – کابل لويې لارې د ترافيکي پېښو له امله د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل د غبرګولي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د اختر په درېيو ورځو کې دوی ته يواځې ۱۱ ټپیان راوړل شوي چې ۵ يې مېرمنې دي.
هغه وايي، تېر کلونه د اختر په ورځو شپو کې د ترافيکي پېښو له امله دوی ته لسګونه ټپیان وروړل کېدل؛ خو دا اختر ترافيکې پېښې ډېرې کمې وې.
د ننګرهار د ترافيکو مديريت يوې باوري سرچينې هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل، د اختر په درېيو ورځو کې يې هېڅ ترافيکي پېښه نه ده بررسي کړې.
يادې سرچينې وويل: ((ښايي ځېنې داسې پېښې شوې وي، چې خلکو خپله حل کړې وي؛ خو موږ ته هېڅ پېښه نه ده راجع شوې او نه هم د ښار په ساحه کې پېښه رامنځته شوې ده.))
په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو کموالی پر موټر سايکلونو بنديز لګول دي.
هغه وايي، نورو اخترونو کې ډېرې ترافيکي پېښې د موټرسايکلونو د ګړندي تګ له امله رامنځته کېدلې؛ خو دا اختر چې موټر سايکلونه بند شوي؛ نو ترافيکي پېښې هم ورسره کمې شوې دي.
د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم د موټر سايکلونو د بنديز له امله د ترافيکي پېښو پر کموالي خوښ دي او غوښتنه کوي چې کورنۍ نه بايد خپلو اولادونو ته د موټر سايکلونو د تيز تګ اجازه ورکړي.
د يادولو ده چې د تېر اختر په درېيو ورځو کې د ننګرهار حوزوي روغتون ته د ترافیکي پېښو له امله نږدې ۴۰ ټپيان وړل شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن