مزارشريف (پژواک، ۲٩غبرګولی ۹۷): د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې له تېرو درې کلونو راهيسې يې په سيمو کې پراختيايي پروژې نه دي پلې شوې.
د بلخ ولايتي شورا هم د خلکو دغه ادعاوې تاييدوي او حکومت خلکو ته د لازمو خدماتو په تر سره کولو کې په ناغېړۍ تورنوي.
خو د بلخ سيمه ييز چارواکي بيا وايي چې هېواد کې د ملي پيوستون پروګرام پای ته رسېدل او د ولسي تړون پروګرام پيل کېدو تر منځ رامنځته شوې خلا د دې لامل شوې چې بلخ کې د پخوا په پرتله په تېرو درې کلونو کې د پلي کېدونکو پروژو شمېر کم وو.
د بلخ ولايت چمتال، چهاربولک، دولت اباد او شولګر هغه ولسوالۍ دي چې ډېرى وخت ترې د جګړو او نا امنيو راپورونه ورکول کېږي؛ اوس د دغو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې له يو لوري دوامداره جګړو ځپلي او له بل لوري يې له تېرو درې کلونو راهيسې په سيمو کې پراختيايي پروژې نه دي پلې شوې.
د بلخ د يادو ولسواليو اوسېدونکي پر حکومت تور پورې کوي چې دوی يې له پامه غورځولي دي.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي نصرالله پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، له تېرو درې کلونو راهيسې يې په سيمه کې هېڅ ډول پراختيايي او عام المنفعه پروژه نه ده پلې شوې.
هغه زياتوي چې له يوې خوا روانو جګړو ځپلي دي او بل لور ته د حکومت د نه پاملرنې له امله ان د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.
۳۵ کلن نصرالله چې پر سپينه خولۍ يې د خاورو او دوړو خړې ليکې جوړې شوې وې، حکومت يې تورن کړ چې دوی يې له پامه غورځولي دي.
ده زياته کړه:((زموږ سيمه کې د پروژو د پلي کېدو ډېره اړتيا ده،موږ بار بار دولتي ادارو او نورو خيريه موسسو ته مراجعه کړې، خومتاسفانه چا مو سلام هم نه دی عليک کړی، زه تاسې ته په ثبوت ويلی شم چې له تېرو درې کلونو راهيسې په چهاربولک ولسوالۍ کې د بيارغونې په موخه يوه خښته هم پر بلې خښتې نه ده ايښودل شوې.))
د نوموړي په وينا، لا يې هم کليو ته ورغلې لارې ويجاړې دي او د ولسوالۍ لس سلنه خلک يې هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د چهاربولک ولسوالۍ دغه اوسېدونکي دا هم وويل چې دوی له حکومت سره همکارۍ ته ژمن دي؛ خو په وينا يې دولتي ادارې يې ستونزو ته رسېدګي نه کوي.
د بلخ چمتال، بله هغه ولسوالۍ ده چې اوسېدونکي يې ځانونه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان بولي.
login or register a new account.