منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: د بلخ په ځېنو ولسواليو کې پروژې نه دي پلې شوې

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲٩غبرګولی ۹۷): د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې له تېرو درې کلونو راهيسې يې په سيمو کې پراختيايي پروژې نه دي پلې شوې.

د بلخ ولايتي شورا هم د خلکو دغه ادعاوې تاييدوي او حکومت خلکو ته د لازمو خدماتو په تر سره کولو کې په ناغېړۍ تورنوي.

خو د بلخ سيمه ييز چارواکي بيا وايي چې هېواد کې د ملي پيوستون پروګرام پای ته رسېدل او د ولسي تړون پروګرام پيل کېدو تر منځ رامنځته شوې خلا د دې لامل شوې چې بلخ کې د پخوا په پرتله په تېرو درې کلونو کې د پلي کېدونکو پروژو شمېر کم وو.

د بلخ ولايت چمتال، چهاربولک، دولت اباد او شولګر هغه ولسوالۍ دي چې ډېرى وخت ترې د جګړو او نا امنيو راپورونه ورکول کېږي؛ اوس د دغو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې له يو لوري دوامداره جګړو ځپلي او له بل لوري يې له تېرو درې کلونو راهيسې په سيمو کې پراختيايي پروژې نه دي پلې شوې.

د بلخ د يادو ولسواليو اوسېدونکي پر حکومت تور پورې کوي چې دوی يې له پامه غورځولي دي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي نصرالله پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، له تېرو درې کلونو راهيسې يې په سيمه کې هېڅ ډول پراختيايي او عام المنفعه پروژه نه ده پلې شوې.

هغه زياتوي چې له يوې خوا روانو جګړو ځپلي دي او بل لور ته د حکومت د نه پاملرنې له امله ان د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

۳۵ کلن نصرالله چې پر سپينه خولۍ يې د خاورو او دوړو خړې ليکې جوړې شوې وې، حکومت يې تورن کړ چې دوی يې له پامه غورځولي دي.

ده زياته کړه:((زموږ سيمه کې د پروژو د پلي کېدو ډېره اړتيا ده،موږ بار بار دولتي ادارو او نورو خيريه موسسو ته مراجعه کړې، خومتاسفانه چا مو سلام هم نه دی عليک کړی، زه تاسې ته په ثبوت ويلی شم چې له تېرو درې کلونو راهيسې په چهاربولک ولسوالۍ کې د بيارغونې په موخه يوه خښته هم پر بلې خښتې نه ده ايښودل شوې.))

د نوموړي په وينا، لا يې هم کليو ته ورغلې لارې ويجاړې دي او د ولسوالۍ لس سلنه خلک يې هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د چهاربولک ولسوالۍ دغه اوسېدونکي دا هم وويل چې دوی له حکومت سره همکارۍ ته ژمن دي؛ خو په وينا يې دولتي ادارې يې ستونزو ته رسېدګي نه کوي.

د بلخ چمتال، بله هغه ولسوالۍ ده چې اوسېدونکي يې ځانونه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان بولي.

د يادې ولسوالۍ د پشمه کلا سيمې اوسېدونکي کمال خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درې کلونو کې يې سيمې ته د بيا رغونې هېڅ ډول پروژه نه ده راغلې.

هغه زياته کړه چې له يوې خوا يې کلي ته ورغلی سړک وران او ويجاړ دی او له بل پلوه يې په سيمه کې روغتيايي مرکز نشته، چې په  خبره يې ډېری وخت يې ناروغان له همدې امله زيانمن کېږي او يا هم تلف کېږي.

د چمتال ولسوالۍ دغه اوسېدونکى وايي:(( درې کاله کېږي چې زموږ په ولسوالۍ کې پراختيايي پروژې په ټپه ولاړې دي، روغتيايي مرکز زموږ له کلي څخه ۴۵ کيلومتره لرې دى او ورغلې لار هم دومره خرابه ده چې پلی تګ پرې نه کېږي، همداسې د پاکو اوبو نشتون بله هغه ستونزه ده چې زموږ ژوند يې تريخ کړی دی.))  

د کمال خان په وينا، چې په پخوا کلونو کې يې په سيمو کې څه نا څه د خلکو ستونزو ته رسيدګي کېدله؛ خو  له تېرو درې کلونو راهيسې دوی داسې فکر کوي چې ګني حکومت بېخي هېر کړي دي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي.

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي هم په خپلو سيمو کې د پراختيايي پروژو د نه پلي کېدو خبره کوي.

د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي سيدرحمان پژواک خبري اژانس ته وويل،د ولسوالۍ اوسېدونکي يې د روغتيا، معارف او کرنې برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې لا يې هم په ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کونکي په واورو او ګرميو کې تر شنه اسمان لاندې ناست  وي.

نوموړی د پاکو اوبو نشتون او د کرنې برخه کې د اړونده ادارو نه پاملرنه هغه څه بولي، چې په وينا يې خلک ترې ځورېږي.

سيد رحمان هم وويل، له تېرو درې کلونو راهيسې يې د هغو دولتي ادارو او خيريه موسسو مخ نه دی ليدلی چې د دوی سيمې ته دې د بيا رغونې لپاره ور رغلي وي.

د بلخ د ولايتي شورا ځيني غړي هم د خلکو د دغوستونزو پخلی کوي او دې برخه کې حکومت پر ناغېړۍ تورنوي.

د ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت بايد هغو سيمو ته ډېره پاملرنه وکړي چې د جګړو له امله يې خلک ځپل شوي وي؛ خو د هغه په خبره حکومت د دې برعکس روان دی.

د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه چې له چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو څخه يې ډېری مؤکلين ورته د حکومت د کم کارۍ په اړه شکايتونه کوي.

د هغه په وينا،څو ځله يې د خلکو دغه ستونزې او په ولسواليو کې د انکشافي پروژو د نه پلي کېدو موضوع له سيمه ييزو مسوولينو سره شريکه کړې ده؛ خو د هغوی ژمنې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې که حکومت د دولتي خدماتو په وړاندې کېدو کې سيمه ييز انډول په نظر کې ونه نيسي؛ نو د خلکو او دولت تر منځ فاصله به نوره هم زياته شي.

بلخ کې سيمه ييز مسوولين هم تاييدوي چې د پخوا کلونو په پرتله په تېرو درې کلونو کې د پلي شويو پراختيايي پروژو شمېر کم دی؛ خو دې برخه کې د حکومت ناغېړي بيا نه مني.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ومنله چې په تېرو درې کلونو کې دغه ولايت کې د پلي شوو انکشافي پروژو شمېر کم دی.

نوموړی وايي چې دا موضوع يواځې په څو ولسواليو پورې نه رالنډېږي، بلکې په ټول افغانستان کې وضعيت همداسې دی.

فرهاد په تېرو درې کلونو کې د پراختيايي پروژو د لږ تطبيق دليل د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  په پروګرامونو کې بدلون ياد کړ.

هغه وويل چې د کليو او پراختيا وزارت اړوند د ملي پيوستون پروګرام پای ته رسېدل او همدا راز د ولسي تړون په نوم د نوي پروګرام د پيل تر منځ رامنځته شوې خلا د دې لامل شوه چې ولسواليو ته انکشافي پروژې کمې لاړې شي.

هغه زياته کړه چې سر بېره پر دې هم په تېرو درې کلونو کې د بلخ په ځينو ولسواليو کې يو شمېر مهمې او حياتي پروژې پلې شوې دي چې د ښوونځيو ودانۍ او کلينيکونه په کې شامل دي.

د بلخ اوسېدونکي او د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي چې لرې پرتو سيمو ته د حکومت د نا پاملرنې په صورت کې هلته د خلکو او حکومت تر منځ فاصله نوره هم زياتېږي، چې په وينا يې له دغې موقع څخه بيا د دولت وسله وال مخالفين ګټه پورته کوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه