ښرنه(پژواک،٢٩غبرګولى٩٧): د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان دي.
د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې پنځه پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
خو بل لورته د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ګيان ترڅنګ د زيړوک او نکې ولسواليو پر پوستو هم بريدونه کړي دي.
ارين په دې جګړو کې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو وژل کېدل رد کړل او ويې ويل چې د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د يادو جګړو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو بل لورته د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې ١٦ امنيتي سرتېري له دوى سره يوځاى شوي دي.
مجاهد د دې کسانو نومونه هم ليکلي دي.
خو د پکتيکا امنيتي چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دا يواځې د طالبانو پروپاګنډ دى.
د يادونې ده چې له کوچني اختر وروسته يو ځل بيا د وسله والو طالبانو بريدونو زور اخيستى چې له امله يې افغان امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP