کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : پاکستانيو طالبانو د امريکا په يوه هوايي بريد کې د خپل مشر ملا فضل الله وژنه تاييد کړې او مفتي نور ولي مسيد يې نوى مشر ټاکلى دى.
ملا فضل الله شاوخوا ١٠ ورځې مخکې د ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د کونړ ولايت په مربوطاتو کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوى و.
د پاکستانيو طالبانو ډلې ټي ټي پي له خوا د چنګاښ په ٢مه، پاکستانيو رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مفتي مزاحم د مرستيال مشر په توګه ټاکل شوى دى.
سرچينو ويلي، نور ولي مسيد د پاکستانيو طالبانو د پخواني مشر بيت الله مسيد له نږدې ملګرو څخه شمېرل کېږي.
راپورونه وايي چې ٤٠ کلن نور ولي د پاکستانيو طالبانو پر تحريک يو کتاب هم ليکلى و، چې په کې يې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې مېرمن بينظير بوټو په وژلو کې ددې ډلې لاس لرل هم په ډاګه کړي وو.
ددې ٦٩٠ مخيز کتاب نوم و : ( د مسيد انقلاب، سوېلي وزيرستان، له انګريز ښکېلاک څخه تر امريکايي ښکېلاکه پورې)
پاکستانيو استخباراتي سرچينو بي بي سي ته ويلي چې د جون په ١٣مه نيټه، ملا فضل الله د کونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ په بچي سيمه کې د روژې د افطار په يوه پروګرام کې تر ګډون وروسته کله، چې په خپل موټر کې کېناست، نو د امريکايي بې پيلوټه الوتکې له خوا پرې بريد وشو او له خپلو درېيو نورو ملګرو سره و وژل شو.
د پاکستانيو طالبانو نوى مشر نور ولي مسيد د سوېلي وزيرستان د تيارزه سيمې اوسېدونکى دى،د پنجاب په فيصل اباد، ګوجرانواله او د کراچۍ په مدرسو کې يې ديني زده کړې کړې دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخى، نوموړى په ٢٠١٤ کال کې د امريکا له يوه بې پيلوټه بريده چې د سوېلي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې شوى و، روغ وتلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن