ګردېز(پژواک،٤چنګاښ٩٧): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په متي سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ښځې وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.
تبسم وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و.
وزي ځدراڼ ولسوالۍ له خوست ولايت سره نږدې پرته ده، نو د دې پېښې ټپيان هم دغه ولايت ته انتقال شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د خوست د ملکي روغتون مرستيال ډاکټر سخي سردار پژواک ته وويل چې دوى ته د پېښې له ځايه د يوې مېرمنې جسد او درې ټپيان ور وړل شوي، چې ټول سړي دي.
نوموړى د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ يادوي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.