Language

مزار شريف کې د روږدو کسانو لپاره د سړک پر سر نندارتون جوړ شو

مزار شريف ( پژواک، ۶ چنګاښ ۹۷) د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د جون ۲۶مه يا له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيواله ورځ په متفاوت ډول ونمانځل شوه.

د خط نو څېړنيز بنسټ او بلخ ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په ګډه، د چنګاښ د پنځمې ورځې په مازيګر، د مزار شريف ښار اړوند دشت شور هديره کې د عکسونو نندارتون جوړ کړ، چېرته چې لسګونه روږدي مېشت دي.

د (خاموش مرګ) په نوم دغه نندارتون کې لسګونه عکسونه نندارې ته ايښودل شوي وو چې په کې د روږدو کسانو ستونزمن ژوند تصوير شوی وو.

بلخ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر محمد رحيم رحمان اوغلي د ياد نندارتون په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نندارتون يې ځکه د عمومي واټ پر سر جوړ کړی چې په وينا يې روږدي هم ورسره برخه واخلي.

هغه زياته کړه،د روږدو کسانو د راټولېدو په دې هديره کې د نندارتون جوړېدو لويه موخه دا ده چې دوی غواړي د انځورونو له لارې روږدو کسانو ته د مخدره توکو د زيانونو په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي،په ټولنه کې شته فقر، بېکاري، جګړه او نشه يي توکو ته لاسرسی، په مخدره موادو د روږدي کېدو لوی لاملونه وبلل.

اوغلي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د نشه يي توکو مافيا هڅه کوي، تر څو دغو روږدو کسانو ته نشه يي توکي ورسوي چې په وينا يې پوليي يې بايد مخه ونيسي.

په نشه يي توکو روږدی ذکرالله چې ياد نندارتون کې د انځورونو په کتو بوخت و، پژواک ته يې وويل  چې ۱۱ کاله وړاندې په يونان کې د کډوالۍ پر مهال روږدى شوی دی.

هغه وايي، موار او پلار يې په وړوکوالي کې له لاسه ورکړي او دی يې له خپلو وروڼو سره اوسېده.

نوموړي زياته کړه: (( کور نه لرم، پخوا کابل کې پل سوخته لاندې اوسېدم؛ خو هلته د خلکو او پوليسو ناوړه برخورد مجبوره کړم چې درې مياشتې مخکې مزار ته راشم او دلته په دشت شور هديره کې اوسېږم.))  

ذکرالله هيله من دی چې مرسته ورسره وشي او له ياد ځوروونکي اعتياد څخه وژغورل شي.

هغه وايي چې اوس هڅه کوي تر څو يې درملنه وشي؛ خو په وينا يې چې د لاسنيوي يې څوک  نشته.

login or register a new account.