مزار شريف ( پژواک، ۶ چنګاښ ۹۷) د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د جون ۲۶مه يا له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيواله ورځ په متفاوت ډول ونمانځل شوه.
د خط نو څېړنيز بنسټ او بلخ ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په ګډه، د چنګاښ د پنځمې ورځې په مازيګر، د مزار شريف ښار اړوند دشت شور هديره کې د عکسونو نندارتون جوړ کړ، چېرته چې لسګونه روږدي مېشت دي.
د (خاموش مرګ) په نوم دغه نندارتون کې لسګونه عکسونه نندارې ته ايښودل شوي وو چې په کې د روږدو کسانو ستونزمن ژوند تصوير شوی وو.
بلخ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر محمد رحيم رحمان اوغلي د ياد نندارتون په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نندارتون يې ځکه د عمومي واټ پر سر جوړ کړی چې په وينا يې روږدي هم ورسره برخه واخلي.
هغه زياته کړه،د روږدو کسانو د راټولېدو په دې هديره کې د نندارتون جوړېدو لويه موخه دا ده چې دوی غواړي د انځورونو له لارې روږدو کسانو ته د مخدره توکو د زيانونو په اړه معلومات ورکړي.
نوموړي،په ټولنه کې شته فقر، بېکاري، جګړه او نشه يي توکو ته لاسرسی، په مخدره موادو د روږدي کېدو لوی لاملونه وبلل.
اوغلي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د نشه يي توکو مافيا هڅه کوي، تر څو دغو روږدو کسانو ته نشه يي توکي ورسوي چې په وينا يې پوليي يې بايد مخه ونيسي.
په نشه يي توکو روږدی ذکرالله چې ياد نندارتون کې د انځورونو په کتو بوخت و، پژواک ته يې وويل چې ۱۱ کاله وړاندې په يونان کې د کډوالۍ پر مهال روږدى شوی دی.
هغه وايي، موار او پلار يې په وړوکوالي کې له لاسه ورکړي او دی يې له خپلو وروڼو سره اوسېده.
نوموړي زياته کړه: (( کور نه لرم، پخوا کابل کې پل سوخته لاندې اوسېدم؛ خو هلته د خلکو او پوليسو ناوړه برخورد مجبوره کړم چې درې مياشتې مخکې مزار ته راشم او دلته په دشت شور هديره کې اوسېږم.))
ذکرالله هيله من دی چې مرسته ورسره وشي او له ياد ځوروونکي اعتياد څخه وژغورل شي.
هغه وايي چې اوس هڅه کوي تر څو يې درملنه وشي؛ خو په وينا يې چې د لاسنيوي يې څوک نشته.
د مزار شريف مدني فعالان هم وايي چې ښار کې د نشه يي توکو مافيا د خپلې ګټې په خاطر دغو روږدو کسانو ته مواد رسوي.
مدني فعال يونس درمل وايي چې د معتادينو د مخنيوي تر ټولو ښه لاره دا ده چې پوليس د هغو کسانو مخه ونيسي چې په وينا يې روږدو کسانو ته نشه يي توکي ورکوي.
نوموړی همداراز له عامې روغتيا وزارت څخه غواړي چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره هڅې زياتې کړي.
خو بلخ کې د روږدو د درملنې روغتون مسوولين وايي چې له دوی سره د ټولو روږدو د درملنې امکانات نشته.
مزار شريف حوزوي روغتون کې د معتادنيو د درملنې څانګې مشر داوود راتب پژواک ته وويل چې دمګړۍ په بلخ ولايت کې له ۸۰ – ۱۰۰ زره پورې معتادين موجود دي چې د ټولو درملنه د دوی له وسې پورته ده.
هغه د دې ستونزې حل لپاره د مرکزي ادارې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د بلخ پوليس بيا وايي،د ډېرو هغو کسانو مخه يې نيولې چې معتادينو ته به يې په غير قانوني ډول نشه يي مواد رسول.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل: (( د قانون له مخې موږ حق نه لروچې معتادين له کوم جرم ترسره کولو پرته ونيسو او بنديان يې کړو او يا هم ناوړه چلند ورسره وکړو، دوی ناروغان دي او بايد د ناروغانو په څېر چلند ورسره وشي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










