جلال اباد (پژواک ۶ چنګاښ ۹۷): ننګرهار ولايت کې د ملي امنيت په هلو ځلو د يو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو يوه ۱۸ کسيزه ډله د سولې له بهير سره يوځای شوه او وسلې يې هم حکومت ته وسپارلې.
دغو وسله والو تر دې وړاندې د ننګرهار خوږياڼو او د تور غره په لمنو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې.
د وسله والو طالبانو دغه اتلس کسيزه ډله د چنګاښ په ۶مه د ملي امنيت رياست په انګړ کې د يو لړ مراسمو پرمهال د سولې له بهير سره يوځای شوه.
د ننګرهار والي حيات الله حيات د يادو کسانو د يوځای کېدو پرمهال رسنيو ته وويل چې د محمد حسن مشهور په زبير پر مشرۍ د وسله والو طالبانو ۱۸ کسان د سولې له بهير سره يوځای شول.
هغه زياته کړه، دا د حکومت او طالبانو ترمنځ له اوربند وروسته لومړۍ وسله واله ډله ده چې د سولې له بهير سره يوځای کېږي او يو شمېر نورو وسله والو هم ورته هيله مندي ورکړې ده.
نوموړي زياته کړه چې يو ځای شويو وسله والو تر دې وړاندې د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو او د تور غر په لمنو کې حکومت ضد فعاليتونه ترسره کول چې اوس يې له ملي امنيت سره تر اړيکې نيولو وروسته د سولې لار خپله کړه.
والي وويل، يوځای شوو وسله والو خپلې ۱۸ ميله بېلابېل ډوله وسلې هم پر ځمکه کېښودې او د ملي امنيت ادارې ته يې وسپارلې.
د يوځای شوو وسله والو مشر محمد حسن وويل، وروسته له هغې چې اوربند وشو او دوی ښار ته راغلل، د حکومت اخلاق يې وليدل، د کعبې شريفې امام د جګړې د حراموالي فتوا ورکړه او کابل کې هم عالمانو جګړه حرامه وګڼله؛ نو دوی د سولې بهير سره يوځای کېدو ته زړه ښه کړ.
له دې ډلې ملک اسلم هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د خپل کلي د يو ديني عالم په فتوا يې د حکومت پر ضد وسله راپورته کړه؛ خو کله چې ښار ته راغلل، دلته يې مدرسې او جوماتونه وليدل؛ نو د سولې بهير سره يوځای شو.
هغه زياته کړه، وسلې، مهمات اوترينګونه د پاکستاني استخباراتي شبکې له لوري ورکول کېدل او دلته جګړې کولو ته هڅول کېدل.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي سهراب قادري دا د حکومت يوه ښه پروسه یاده کړه، چې د حکومت پر ضد جګړه کوونکو وسله والو ته يې د سولې له پروسې سره د يوځای کېدو زمينه برابره کړې ده.
هغه وروستي اوربند ته په اشارې سره وويل چې دغه اوربند يوه ښه زمينه وه چې د وسله والو يوځای کېدو ته يې لاره برابره کړه او ډېرو وسله والو د سولې پروسې يوځای کېدو ته زړه ښه کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن