Language

فراه ښار کې د اوبو رسونې د پروژې د دویمې برخې قرارداد لاسلیک شو

 فراه (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٧): په فراه ښار کې د اوبو رسونې د پروژې د دویمې برخې قرارداد په داسې حال کې لاسلیک شو چې په دې ښار کې اوبه د تېر یوه کال په نسبت شپږ متره ښکته تللې دي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

د یادې پروژې لومړنۍ برخه چې د ۷ ژورو څاګانو کيندنه او سمبالول، د یو دفتر او د فراه ښار د اوبو رسونې د شبکې د ګدام  جوړونه په کې شامل دي په ۱۳۹۴ کال کې پوره شوې ده.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې پروژې د دویمې برخې قرارداد چې ۵۱۸ ميلیون افغانۍ کېږي پرون په کابل کې د اوبو رسونې د شرکت د عمومي ريیس حميدالله او د افغانستان د ښاري کاناليزاېسیون او د ممتاز ګروپ د ساختماني ټولنې د شرکت د رییس تر منځ لاسلیک شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په دویمه برخه کې ۲۱۹ کیلوم متره شبکه، د ابو یوه زېرمه چې د ۳۱۰۰ متر مکعب اوبو د ساتنې توان لري او ۶۲۰۰ متره اوبه کېږي، شامل دي چې کار به یې په درېیو میاشتو کې بشپړ شي او د فراه ښار ۶۲۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

د فراه ښار اوسېدونکي د یاد قرارداد لاسلیک ته خوښ دي.

 د فراه ښار د مرکز اوسېدنکي عبدالله علیزي یاد قرارداد ته د خوښۍ په څرګندولو هیله مندي ښکاره کړه چې د یادې پروژې د دویمې برخې کارونه به په ټاکلې موده کې ترسره شي؛ځکه د هرې ورځې په تېرېدو د اوبو د کچې کموالی د اندېښنې وړ دی.

 د هغه په خبره، په فراه ښار کې د تېر یوه کال په پرتله د اوبو کچه کابو شپږ متره ښکته تللې او په ښار کې د اوبو ژورې څاګانې له ۳۰ تر ۴۰ مترو ژوروالي وروسته اوبه ورکوي.

نوموړي وویل، که په همدې کچه وچکالي دوام ولري خلک به د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.