مزارشريف (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرائيه رييس عطامحمد نور وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي.
نوموړی چې له تېرو څه باندې دوو مياشتو راهيسې له هېواده بهر و، نن سهار (د چنګاښ۱۰مه) بېرته هېواد ته راستون شو.
عطامحمد نور مزارشريف ته له راتګ سره سم په خپل سياسي دفتر کې د بلخ له ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو او د جمعيت ګوند غړو سره په ګډه غونډه کې راڅرګند شو.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته پر تياريو بوخت دی.
د جمعيت ګوند اجرائيه رييس دا هم وويل چې په راتلونکو ټاکنو کې به له اجرائيه رييس څخه بېرته د خپل ملاتړ تاج واخلي او له هغه سره به په يوه لاره ولاړ نه شي.
هغه زياته کړه: ((زه چې کله خپل ملاتړ ترې واخلم، نو سپېدار ماڼۍ باندې بيا تاج ګذاري نه کېږي، دا زموږ او زموږ د پلويانو زور و چې په سپېدار ماڼۍ کې ناست کس پر سر مو تاج کېښود، دغه ځل خپل تاج بېرته ترې اخلو، يا خپله ميدان ته وځو او يا هم خپل يو رښتينی ملګری مخکې کوو.))
عطامحمد نور د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې هر ځل له هيواده بهر وځي؛ نو ورپسې تبليغات کېږي، چې په وينا يې اساس نه لري.
نور بهر ته د خپل سفر په اړه وويل چې د بېلابېلو هيوادونو له استازو، مشرانو او سفيرانو سره يې ليده کاته کړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه يې مهمې ناستې درلودې.
د بلخ پخواني والي زياته کړه چې ترکيه کې يې د افغانستان ژغورنې ايتلاف له غړو لکه جنرال دوستم او محمد محقق سره هم کتلي او د ياد ايتلاف پر پراختيا يې بحثونه کړي.
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به په کابل کې د افغانستان ژغورنې ايتلاف د يوې لويې غونډې په ترسره کولو سره رسمي فعاليت پيل کړي.
نور وويل چې د ايتلاف له جوړېدو وروسته به د حکومت په ګډون له ټولو سياسي احزابو او ډلو سره د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې وکړو.
نوموړي زياته کړه چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې يا ځان کانديد کړي او يا به له يوه داسې کانديد څخه ملاتړ وکړي چې د نورو مشخصاتو تر څنګ د امريکا او غرب همکاري هم ورسره وي.
login or register a new account.