منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نور: په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې له ډاکتر عبدالله ملاتړ نه کوم

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرائيه رييس عطامحمد نور وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي.

نوموړی چې له تېرو څه باندې دوو مياشتو راهيسې له هېواده بهر و، نن سهار (د چنګاښ۱۰مه) بېرته هېواد ته راستون شو.

عطامحمد نور مزارشريف ته له راتګ سره سم په خپل سياسي دفتر کې  د بلخ له ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو او د جمعيت ګوند غړو سره په ګډه غونډه کې راڅرګند شو.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته پر تياريو بوخت دی.

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس دا هم وويل چې په راتلونکو ټاکنو کې به له اجرائيه رييس څخه بېرته د خپل ملاتړ تاج واخلي او له هغه سره به په يوه لاره ولاړ نه شي.

هغه زياته کړه: ((زه چې کله خپل ملاتړ ترې واخلم، نو سپېدار ماڼۍ باندې بيا تاج ګذاري نه کېږي، دا زموږ او زموږ د پلويانو زور  و چې په سپېدار ماڼۍ کې ناست کس پر سر مو تاج کېښود، دغه ځل خپل تاج بېرته ترې اخلو، يا خپله ميدان ته وځو او يا هم خپل يو رښتينی ملګری مخکې کوو.))

عطامحمد نور د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې هر ځل له هيواده بهر وځي؛ نو ورپسې تبليغات کېږي، چې په وينا يې اساس نه لري.

نور بهر ته د خپل سفر په اړه وويل چې د بېلابېلو هيوادونو له استازو، مشرانو او سفيرانو سره يې ليده کاته کړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه يې مهمې ناستې درلودې.

د بلخ پخواني والي زياته کړه چې ترکيه کې يې د افغانستان ژغورنې ايتلاف له غړو لکه جنرال دوستم او محمد محقق سره هم کتلي او د ياد ايتلاف پر پراختيا يې بحثونه کړي.

هغه زياته کړه چې ډېر ژر به په کابل کې د افغانستان ژغورنې ايتلاف د يوې لويې غونډې په ترسره کولو سره رسمي فعاليت پيل کړي.

نور وويل چې د ايتلاف له جوړېدو وروسته به د حکومت په ګډون له ټولو سياسي احزابو او ډلو سره د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې وکړو.

نوموړي زياته کړه چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې يا ځان کانديد کړي او يا به له يوه داسې کانديد څخه ملاتړ وکړي چې د نورو مشخصاتو تر څنګ د امريکا او غرب همکاري هم ورسره وي.

هغه وايي : (( له داسې چا ملاتړ کوو، چې قومي، ژبني او مذهبي تعصب ونه لري، له ګاونډيو هېوادونو، د سيمې له هېوادونو، او نړيوالو سره ښې اړيکې ولري.))

نور زياته کړه چې راتلونکی کانديد به يې داسې څوک وي چې د ولسمشر لپاره د يو بل معاونيت پوسټ ايجاد کړي، د لويې جرګې له لارې اجرائيه رياست ته رسمي او قانوني بڼه ورکړي او د صدارتي نظام جوړېدو لپاره کار وکړي.

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس اندېښنه وښوده چې په راتلونکو ټاکنو کې سر له اوسه د پراخې درغلۍ هڅه کېږي.

نوموړي وويل چې په غير قانوني ډول تذکرې ويشل کېږي او سټېکرې پرې لګول کېږي.

نور په دې اړه وويل: ((قومي مشرانو ته  د تذکرې پاڼې ورکړل شوې، سټېکر هم ورسره دي او په خپل زړه په جعلي ډول تذکرې وېشې چې دا په راتلونکو ټاکنو کې د پراخو درغليو لپاره زمينه سازي ده))

عطامحمد نور دا هم وويل چې که په راتلونکو ټاکنو کې  تقلب وشي، نو دوی به بيا د يوه داسې موقت حکومت د جوړېدو لپاره لاس په کار شي چې په دو، کلونو کې رڼو ټاکنو ته زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړه: ((له تقلب څخه خلک ډار شوي، که بيا هم ټاکنو کې تقلب وشي نو موږ به د موقت حکومت د جوړېدو لپاره لاس په کار شو، داسې حکومت چې بې طرفه وي، د ټاکنو د بيا ځلي ترسره کېدو اختيار ولري، هغه حکومت به په دوو کلونو کې د خلکو د غوښتنې مطابق هم تذکرې توزيع کوي او هم به لويه جرګه راغواړي.))

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس دا هم وويل، د افغانستان ژغورنې ايتلاف يې نه ماتېدونکی دی او په وينا يې چې هېڅوک دې په دې اړه تشويش نه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست