Language

په غزني او تخار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني- تالقان (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٧): په غزني او تخار ولايتونو کې د جګړو پر مهال امنيتي ځواکونو، پاڅونوالو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په قره باغ، مقر، اندړو او اجرستان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي، ١١ طالبان او درې امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز نوري وويل چې تېره شپه د غزني ښار د نوغې په سيمه کې هم د ملي اردو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملي اردو يو ټانک سوځېدلی چې له امله يې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د نوغي سيمې اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: ((تېره شپه دلته ډېره اوږده جګړه وشوه، د خلکو په کورونو هم مرمۍ لګېدلې او د ډېرو کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.))

بل لور ته طالبان هم د نوغي جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ١٤ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

مجاهد د غزني د يادو نورو جګړو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د تخار په بهارک ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاڅونوالو تر منځ جګړه شوې ده.

د تخار د امنيې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار لس بجې د بهارک ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه کړي او تر اوسه يې درې کلي نیولي دي.

اسیر وايي، سره له دې چې د دې جګړې له امله د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو څلور مړي او څلور ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.