منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په غزني او تخار کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

غزني- تالقان (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٧): په غزني او تخار ولايتونو کې د جګړو پر مهال امنيتي ځواکونو، پاڅونوالو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په قره باغ، مقر، اندړو او اجرستان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي، ١١ طالبان او درې امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز نوري وويل چې تېره شپه د غزني ښار د نوغې په سيمه کې هم د ملي اردو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملي اردو يو ټانک سوځېدلی چې له امله يې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د نوغي سيمې اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: ((تېره شپه دلته ډېره اوږده جګړه وشوه، د خلکو په کورونو هم مرمۍ لګېدلې او د ډېرو کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.))

بل لور ته طالبان هم د نوغي جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ١٤ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

مجاهد د غزني د يادو نورو جګړو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د تخار په بهارک ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاڅونوالو تر منځ جګړه شوې ده.

د تخار د امنيې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار لس بجې د بهارک ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه کړي او تر اوسه يې درې کلي نیولي دي.

اسیر وايي، سره له دې چې د دې جګړې له امله د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو څلور مړي او څلور ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې ټپيان او وژل شوي ټول پاڅون کوونکي دي چې د طالبانو پر وړاندې يې مقاومت کاوه.

دغه راز د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي فضل الرحمن پژواک ته وویل چې طالبان د شپې مهال په سپین جومات، خروټي او درايي سیمو کې ځای پر ځای شوي او دغه سیمې یې نیولې دي.

نوموړی وايي چې په دغو سیمو کې د طالبانو پرمختګ دوام لري.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د بهارک ولسوالۍ سپین جومات، خروټي او درايي له مرکز تالقانو څخه يواځې ١٥ کيلومتره واټن لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه