جده (پژواک، ۱۹ جنګاښ ۹۷): د کعبې (مسجد الحرام) امام د افغانستان روانه جګړه فتنه بولي، وايي چې د دغه هېواد وضعيت نور د زغملو نه دی او بايد هلته جګړه ژر ودرول شي.
د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس د سعودي په جدې ښار کې نن پيل شو او ټاکل شوې چې سبا په مکه مکرمه کې تر سره شي.
په دغه کنفرانس کې چې د اسلامي کنفرانس او سعودي عربستان د حکومت په نوښت جوړ شوى، د ٣٣ اسلامي هېوادونو ١١٠ ديني عالمان برخه لري. له افغانستان څخه هم د ۳۵ ديني عالمانو يو پلاوی په ياد کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دى.
د کعبې (مسجد الحرام) ، صالح بن عبدالله بن حميد نن په دې کنفرانس کې د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او ويې ويل:"امن او ايمان دوه تړلي ټکي دي چې يو نه وي، بل نه شي راتلی، چېرته چې مومن وي، بايد هلته امن وي."
هغه زياته کړه چې د افغانستان شته وضعيت نور د زغملو نه دی او دغه جګړه بايد ژر ودرول شي.
هغه وويل:"موږ د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دی او څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شيطان لارې تعقيبوي."
د اسلامي همکاريو سازمان(OIC) سرمنشي یوسف احمد العثمین (Youef A.Al-Qthaimeen) د ياد کنفرانس په نننۍ ناسته کې وويل چې طالبان دې د افغانستان د ولسمشر د سولې وړانديز ومني.
هغه زياته کړه، چې د اسلامي نړۍ علماء دې د افغانستان په قضيه کې فعال رول ادا کړي.
دى وايي چې د افغانستان جګړه د مسلمانانو تر منځ جګړه ده او دواړو لوريو ته مسلمانان وژل کېږي.
هغه وايي، د اسلام دين رحمت دی، د انسان وژل حرام دي او دى نه پوهېږي هغه په کوم دين دي چې هلته خلک وژني چېرته چې دواړه خواوې د "الله اکبر" او "لااله الا الله" نعرې وهي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن