ګردېز(پژواک،٢١چنګاښ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې د پکتيا ولايت په زرمت او احمدابا ولسواليو کې د ګډو افغان ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ۶۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال ګل اقا روحاني د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو او برڅپړۍ سيمو کې د بند د ساتونکو پر پوستو او عامه نظم د کنډک پر قرارګاه ډله ييز بريدونه کړي چې څلور امنيتي سرتېري په کې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
روحاني وايي چې سيمې ته د افغان هوايي ځواک په رسېدو او بمبار کې ۳۷ وسله والو طالبان وژل شوي او ګڼ نور شمېر ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل چې د امنيتي سرتېرو ټپيان د ۲۰۳ تندر قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وايي: ((سرتېرو د طالبانو د ډله ييز بريد قوي ځواب ورکړ. هوايي ځواکونو هم درې ځله بمبار وکړ، چې دښمن ته يې ډېر تلفات واړول او ديارلس هغه مخالفين يې هم ځای پر ځای ووژل چې د عامه نظم پوليسو وسايل يې له ځان سره وړل. دښمن د خلکو په کورونو کې پټ شوی او سخت ضربات ورکړل شوي.))
روحاني وايي په دغو بريدونو کې د طالبانو د سرې قطعې مهم جنګيالي هم وژل شوي او وسلې او ځينې وسايط يې له منځه وړل شوي دي.
د بر مچلغو سيمې يو اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې په بريدونو کې د امنيتي ځواکونو څلور پوستې او يوه قرارګاه سقوط شوې او شاوخوا څوارلس تنو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي چې په هوايي بريدونو کې بيا ډېر شمېر وسله والو طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.
همدارنګه افغان ځانګړو ځواکونو له نن (پنجشنبه) سهار وختي راهيسې په زرمت ولسوالۍ کې هم ګډ ځمکني او هوايي عمليات پیل کړي چې د امنيتي سرچينو په خبره تر اوسه په کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې عمليات د دې ولسوالۍ په شموزي، پاټک، هيبت خېلو، يمني خېلو او ټټنک سيمو کې شوي چې تر اوسه د طالبانو پخوانی تش په نوم ولسوال او مهم سرګروپ ملا ايوب مشهور په کرامت، ملا يونس او د حقاني شبکې سرګروپ صديقي په کې وژل شوي دي.
حسرت وايي چې عمليات لا هم روان دي او ښايي ياد شوي ارقام تغيير شي.
ده وویل: ((په زرمت کې له څه مودې راهيسې د وسله والو فعاليت او تهديدات زيات شوي و، خو د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې سخت وځپل شول او عمليات لا هم په شدت روان دي. خلک د وسله والو له ظلمونو په تنګ شوي و. په مچلغو او څپړۍ کې هم زيات تلفات ور اوښتي دي.))
login or register a new account.