ګردېز(پژواک،٢٣چنګاښ٩٧): د کوزې پښتونخوا د افغان کډوالو د سولې د پلي حرکت غړي له ننګرهار،کابل او لوګر ولايتونو څخه له تېرېدو وروسته پکتيا ته ورسېدل.
دوی دا حرکت له پېښور څخه پيل کړی او وايي چې د پکتيا د دودونو او جرګو پر اساس به له وسله والو طالبانو سره اړيکې نيسې او اوربند او سولې ته به يې راوبولي.
د پکتيا ګڼ شمېر ځوانانو د سولې د دغه حرکت د غړو تود هرکلی وکړ او ويې ويل چې په دې موخه کې به ور سره تر وسه مرسته وکړي.
د دې کاروان مشر جرنېل پښتون د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانانو لويې مسئلې د پکتيا د جرګو، مرکو او دودونو پر اساس حل شوې؛ ځکه د سولې لپاره عملي اقدام له دغه ولايت څخه پيلوي.
پښتون له وسله والو طالبانو غواړي چې درې مياشتنی اوربند اعلان او د اوربند په جريان کې د سولې رسمي خبرې، اترې پيل کړي.
پښتون وويل:((موږ به تر هغو خپل حرکت ته دوام ورکړو، چې تر څو مو د وسله والو طالبانو له خوا د سولې لپاره مثبت ځواب نه وي تر لاسه کړی. حکومت خو سولې ته خپل تياری ښودلی، اوس بايد طالبان هم د ولس دا غوښتنه ومني.))
د سولې د دې حرکت د رسنيو مسوول جميل عزيزي وايي چې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې تنګ شوي او غواړي خپل هېواد ته راستانه شي، خو روانه ناامني او بې ثباتي يې پر وړاندې لوی خنډ دی.
عزيزي وويل چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کېدی شي، طالبان دې په خپل دريځ کې نرمي راولي او يو ځل دې د سولې رسمي خبرې او سياسي پروسه وازمايي.
دی وايي: ((لکه څنګه چې طالبانو د هلمند د سولې حرکت په اړه وویل چې دا يوه دسيسه ده، زه دوی ته ډاډ ورکوم چې دا ولسي حرکت دی او که دوی ما هر ځای ته وغواړي، زه حاضر يم چې سپيناوي او ډاډ ته ورشم. طالبان بايد د ولس لپاره په خپل دريځ کې نرمي راولي، له مخکې بايد هر څه رد نه کړي، سوله د ټولو په ګټه ده.))
د پکتيا اوسېدونکي وايي چې د سولې له هر فعاليت او حرکت څخه هرکلی او ملاتړ کوي او د دې حرکت له غړو سره به هم له وسله والو سره د ناستې او خبرو زمينه برابره کړي.
دوی وويل چې طالبانو هم سولې ته لېوالتيا ښودلې او د حکومت او طالبانو تر منځ د منځګړيتوب لپاره هڅې روانې دي.
قومي مخور محمد جان وايي چې هېڅ افغان په هېواد کې بهرني ځواکونه نه غواړي، خو طالبان بايد لومړی د خپلمنځي سياسي تفاهم له لارې نړۍ ته قناعت ورکړي او بيا د بهرنيو ځواکونو د وتلو د نېټې په اړه خبرې وکړي.
login or register a new account.