ګردېز(پژواک،٢٣چنګاښ٩٧): د پکتيا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د څمکنيو او راغه کليو د اوسېدونکو تر منځ د تذکرو په وېش جنجال رامنځته شوی، چې له امله يې د دې ولسوالۍ بازار تړل شوى او سړکونه يې هم بند شوي دي.
راغه په څمکنيو ولسواليو کې لوی کلی دی، چې منګل، ځاځي او د ځينو نورو قومونو خلک په کې اوسيږي.
د راغه د بېلابېلو قومونو اوسېدونکي د څمکنيو ولسوالۍ د تذکرو غوښتنه کوي، خو څمکني وايي چې د راغه کلي اوسېدونکي د خپلو سيمو تذکرې لرې او غواړي د څمکنيو تذکرې هم تر لاسه کړي.
د سيمې خلک وايي چې له دواړو خواوو ځينو خلکو وسلې پورته کړې او که ژر يې تر منځ بې طرفانه مداخله ونه شي، نو د شخړې پېښېدو احتمال شته.
د راغه کلي په استازيتوب عبدالحليم افغان د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېرو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې اوسېږي او بايد د دې سيمې تذکرې ورکړل شي.
افغان وايي چې د پکتيا د والي په سپارښتنه يې تېره ورځ په کلي کې د تذکرو وېش پيل شوی او سلګونه تذکرې هم ورته وېشل شوې، خو څمکنيو يې د وېش مخالفت کړی او لارې يې تړلې دي.
ده وويل:((د ولايت په هدايت د راغه کلي اوسېدونکو ته د تذکرو وېش شروع شو، هغه چا ته د څمکنيو تذکره ورکول کېږي چې پلار يا مشرانو يې په څمکنيو کې تذکره اخيستې وي او چا چې تر اوسه نه وي اخيستې هغه ته ليکي چې پخوانی استوګنځی يې بل او اوسنی څمکني دي، خو دوی لارې بندې کړې.))
خو د څمکنيو اوسېدونکی حاجي سخي جان پژواک ته وويل چې د راغه کلي اوسېدونکي دې د نفوس د احوال ثبت له قانون سره لومړی تغيير مکان وکړي، د لومړنۍ ولسوالۍ تابعیت دې تسليم او د مکتوب پر اساس دې د دې ولسوالۍ تابعيت ته معرفي شي.
سخي جان نيوکه کوي چې ولايتي ادارې د مشخصو اشخاصو په غوښتنه دې کلي ته تذکرې لېږلې او شاوخوا زر تذکرې د نفوس احوال نوثبت د قانون خلاف وېشل شوې دي.
ده وويل چې همداسې کابو دوه سوه تذکره يې نن نيولې او ملي امنيت ته يې سپارلې دي.
دی وايي: ((موږ له هغه چا سره مشکل نه لرو، چې په قانوني ډول تذکره اخلي، موږ له هغه چا سره ستونزه لرو چې په غير قانوني ډول تذکره اخلي. ولايت د تذکرو يو مامور څمکنيو ته رالېږلی، بس پوښتنه نه کوي او خلکو ته په خپل سر تذکرې ورکوي او څو، څو دانې ورکوي، موږ د دې کار مخنيوی غواړو.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل په دې چاره کې ولايت مقام په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې ځينې خلک له دې مسئلې په ټاکنو کې د خپلې ګټې لپاره کار اخلي.
login or register a new account.