کلات (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧) : وسله والو طالبانو په زابل ولايت کې روغتيايي مرکزونه، د پوليو واکسين او د ولسي تړون پروګرام بند کړي دي .
د زابل ولایت دعامې ورغتیا ریاست مسوولین وايي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو دوى ته د ټولو روغتیايي مرکزونو او د واکسین د پروسې د بندولو خبر ورکړی دى.
د عامې ورغتیا رييس ډاکتر لعل محمد توخي د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، وسله والوطالبانو دوى ته ویلي چې تر هغه وخته به ټول خدمات بند وي، تر څو حکومت خلکو ته له موټر سايکلونو څخه د استفادې اجازه نه وي ورکړي .
شاوخوا څلورکاله مخکې ولایتي اداري د امنیتی ستونزو له امله په دغه ولایت کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بندیز لګولی چی لا تر اوسه هم پر خپل ځای پاتې دی.
د عامې روغتيا رييس وايي چې سر له نن څخه د طالبانو د ګواښ له امله د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دوى شاوخوا ۷۰ سلنه روغتيايي مرکزونه او د واکسین بهير بند دي.
د توخي په وينا، د دوى روغتونونه او کلینيکونه به په هغو سیمو کې فعاليت کوي چې امنیت يې خوندي دى .
بل پلو په زابل ولایت کې د ولسي تړون پروګرام پلې کوونکې سنايي پرمختيايي موسسې SDO Sanaye Development Organization مسوولین هم وايي چې دوى ته ورته خبرداري ورکړل شوی دى .
د دغې موسسې ولایتي مسوول محمد وزیر همدرد پژواک اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دوى ادارې هم ورته خبرداری تر لاسه کړی دی.
نوموړي وویل، دوى اوس مهال په مرکز کلات او شهرصفا ولسوالۍ کې فعالیتونه درلودل او سر له نن څخه به خپل کارکوونکي هغو ساحو ته نه لېږي چې د وسله والو مخالفینو نفوذ په کې شته .
همدرد وايي، وړاندې هم دوى ته همداسې ستونزه جوړه شوې وه او طالبانو يې کارکوونکي سخت وهلي وو.
د کلات ښار يو تن اوسېدونکى ذبيح الله وايي چې د روغتيايي فعاليتونو بندولو سره يواځې عام ولس زيانمن کېږي او له طالبانو يې وغوښتل چې له روغتيا سره کار ونه لري.
ځينې سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د ښوونځيو د تړلو اخطار هم ورکړی، خو د دغه ولایت د پوهنې رییس نصر الله زاهد وايي، تر نن ورځې پورې ورته چا اخطار نه دی ورکړی او ښوونځي په ټولو ولسوالیو کې پرانیستي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن