Language

د بلخ درې ولسواليو کې د نا امنيو له امله د رايې ورکوونکو نوم ليکنه کم رنګه وه

مزار شريف (پژواک، ۲۵چنګاښ ۹۷):د بلخ ولايت دچمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د نا امنيو له امله يې په سيمو کې ډېری خلکو د ټاکنو لپاره پر خپلو تذکرو سټېکر نه دي لګولي.

د بلخ ولايتي شورا هم دغه ستونزه تاييدوي او وايي چې دا به په بلخ کې د ټاکنو پر وړاندې لويه ننګونه وي.

له دې سره د بلخ د ټاکنو ولايتي کمېسيون وايي چې دوی په هغو سيمو کې مرکزونه خلاص کړي وو چې امنيتي ځواکونو يې د امنيت په اړه ډاډ ورکړی وو.

د بلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالغفور د چنګاښ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې زياتره خلکو د نا امنيو له امله خپلې تذکرې نه دي سټېکر کړي او زياتره خلکو په ځانګړې ډول ښځو تذکرې نه دي اخيستي .

دغه قومي مشر زياتوي،څو ځله يې د نوم ليکنې د پروسې پر مهال له امنيتي ځواکونو څخه دغې ولسوالۍ کې د عملياتو ترسره کېدو غوښتنه کړې؛ خو په وينا يې چې چا يې غږ نه دى اورېدلى .

نوموړي اندېښنه وښوده چې ورځ تر بلې يې د ولسوالۍ امنيت خرابېږي او په خبره يې که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو هغو کسانو چې تذکرې يې سټېکر کړي هم؛ نو رايه به ورنه کړي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شېرين هم په ياده ولسوالۍ کې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو پر کمرنګه حضور اندېښمن دی او وايي چې له دوی سره دوه ګونی چلند کېږي او په وينا يې چې سيمې يې د يو شمېر مافيايي کړيو له خوا په لوی لاس نا امنه شوې دي.

هغه زياته کړه: (( هر کله چې د ټاکنو پروسه شروع شي؛ نو زموږ سيمې خود به خوده نا امنه شي، دا اوس مو ډېری کلي له وسله والو مخالفينو سره دي، هر ځل دا حالت د ټاکنو تر نېټې دوام کوي؛ خو کله چې انتخابات تېر شی، بيا وسله وال هم بېرته غيب شي.))

دى وايي، په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو له امله په سلو کې پنځوس سلنه خلک پېژند پاڼې نه لري او که څوک يې لري هغه بيا له وېرې سټېکر کړې نه دي.

په ورته وخت کې د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ قومي مشر عطامحمد پژواک اژانس سره خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د نا امنه سيمو د امنيت ښه کېدو په خاطر دې لاس په کار شي.

د هغه په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د رايې ورکولو په ورځ به يې په ولسوالۍ کې ډېر انتخاباتي مرکزونه تړلي وي.

د بلخ ولايتي شورا هم دغه ستونزه تاييدوي او وايي چې دا به په بلخ کې د ټاکنو پر وړاندې لويه ننګونه وي.

login or register a new account.