مزار شريف (پژواک، ۲۵چنګاښ ۹۷):د بلخ ولايت دچمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د نا امنيو له امله يې په سيمو کې ډېری خلکو د ټاکنو لپاره پر خپلو تذکرو سټېکر نه دي لګولي.
د بلخ ولايتي شورا هم دغه ستونزه تاييدوي او وايي چې دا به په بلخ کې د ټاکنو پر وړاندې لويه ننګونه وي.
له دې سره د بلخ د ټاکنو ولايتي کمېسيون وايي چې دوی په هغو سيمو کې مرکزونه خلاص کړي وو چې امنيتي ځواکونو يې د امنيت په اړه ډاډ ورکړی وو.
د بلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالغفور د چنګاښ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې زياتره خلکو د نا امنيو له امله خپلې تذکرې نه دي سټېکر کړي او زياتره خلکو په ځانګړې ډول ښځو تذکرې نه دي اخيستي .
دغه قومي مشر زياتوي،څو ځله يې د نوم ليکنې د پروسې پر مهال له امنيتي ځواکونو څخه دغې ولسوالۍ کې د عملياتو ترسره کېدو غوښتنه کړې؛ خو په وينا يې چې چا يې غږ نه دى اورېدلى .
نوموړي اندېښنه وښوده چې ورځ تر بلې يې د ولسوالۍ امنيت خرابېږي او په خبره يې که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو هغو کسانو چې تذکرې يې سټېکر کړي هم؛ نو رايه به ورنه کړي.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شېرين هم په ياده ولسوالۍ کې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو پر کمرنګه حضور اندېښمن دی او وايي چې له دوی سره دوه ګونی چلند کېږي او په وينا يې چې سيمې يې د يو شمېر مافيايي کړيو له خوا په لوی لاس نا امنه شوې دي.
هغه زياته کړه: (( هر کله چې د ټاکنو پروسه شروع شي؛ نو زموږ سيمې خود به خوده نا امنه شي، دا اوس مو ډېری کلي له وسله والو مخالفينو سره دي، هر ځل دا حالت د ټاکنو تر نېټې دوام کوي؛ خو کله چې انتخابات تېر شی، بيا وسله وال هم بېرته غيب شي.))
دى وايي، په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو له امله په سلو کې پنځوس سلنه خلک پېژند پاڼې نه لري او که څوک يې لري هغه بيا له وېرې سټېکر کړې نه دي.
په ورته وخت کې د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ قومي مشر عطامحمد پژواک اژانس سره خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د نا امنه سيمو د امنيت ښه کېدو په خاطر دې لاس په کار شي.
د هغه په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د رايې ورکولو په ورځ به يې په ولسوالۍ کې ډېر انتخاباتي مرکزونه تړلي وي.
د بلخ ولايتي شورا هم دغه ستونزه تاييدوي او وايي چې دا به په بلخ کې د ټاکنو پر وړاندې لويه ننګونه وي.
د دغې شورا ريِيس افضل حديد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په چهاربولک، دولت اباد او چمتال ولسواليو کې امنيتي ستونزې د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د ياد حالت په دوام سره به خلک په ټاکنو کې ګډون کولو ته زړه ښه نه کړي.
نوموړی زياتوي،دولت بايد په نا امنو سيمو کې امنيتي ستونزې حل کړي تر څو خلک وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.
حديد همدا راز وايي چې دوی د ولايتي شورا له لارې هم هڅې پيل کړي، چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړي زياکړه: (( موږ به په سيمه ييزو امنيتي مسِوولينو فشار راوړو، چې د نا امنيو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي،مرکزي ادارې هم ژمنه کړې، چې بلخ کې د نا امنه سيمو د امنيت لپاره به د درې سوه کسيزو سرتېرو يو کنډک جوړيږي، چې دنده به يې د ټاکنو په ورځ د خلکو او ټاکنيزو مرکزونو خوندي ساتل وي.))
هغه له عامو خلکو هم غوښتنه وکړه چې د امنيت په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ټاکنو ولايتي کمېسيون رِييس فضل احمد حياتي هم مني، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو له امله د ټاکنو د نوم ليکنې مرکزونه بند پاتې وو.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د بلخ په چمتال، چهاربولک، دولت اباد او شورتېپه ولسواليو کې محدود مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې وو.
هغه د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې د بلخ د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې د امنيتي ځواکونو د هڅو له برکته په ډېرو هغو سيمو کې هم د نوم ليکنې پروسه ترسره شوه، چې امنيتي ستونزې يې درلودې.
نوموړی زياتوي چې بلخ کې انتخاباتي چارې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ پر مخ روانې وې او په وينا يې هره هغه سيمه چې تصفيه کېده؛ نو دوی به ټاکنيزې چارې په کې پيلولې.
بلخ کې د ټاکنو د ولايتي کمييون مشر وايي چې په دغه ولايت کې ټول ټال ۳۱۵ ټاکنيز مرکزونه موجود دي، چې له دې جملې څخه ۵۰ مرکزونه د مزار شريف ښار اړوند دي، چې د نوم ليکنې پر مهال ټول پرانيستي وو.
هغه زياته کړه: (( په دويم پړاو کې مو ۱۳۶ مرکزونه درلودل چې ۱۳ يې د تهديدونو له امله تړلي وو، له ديارلسو تړل شوو مراکزو څخه ۳ په چهاربولک، ۶ په چمتال، ۱ په شورتيپه او۳ په دولت اباد ولسواليو کې وو)).
د بلخ د ټاکنو کميسيون مشر زياتوي، چې په درېيم پړاو کې بايد د نوم ليکنې ۱۲۹ مرکزونه پرانيستل شوي واي؛ خو په وينا يې چې په درېيم پړاو کې هم په يادو ولسواليو کې۲۰ مرکزه تړلي پاتې شول.
حياتي تاکيد کوي او وايي، په هغو سيمو کې چې د نوم ليکنې مرکزونه تړل شوي امنيتي ستونزې دي او ترڅو چې يادې ستونزې حل نه شي ټاکنې په کې نه شي ترسره کېدای.
خو د بلخ امنيتي مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې دوی به بلخ کې د ټاکنو د پروسې د لا ډېر امنيت لپاره جدي هڅې وکړي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانی هم د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ګواښونه تاييدوي؛ خو زياتوي چې د مخنيوي لپاره يې اقدامات کوي.
نوموړي دپژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هغه مهال د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د نوم ليکنې پروسه يو څه ټکنۍ شوه، چې افغان ځواکونو ته د اوربند سپارښتنه شوې وه او د هغه په وينا، طالبانو له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړه.
درانی زياتوي، پوليس د خلکو په خدمت کې دي او موخه يې دا ده تر څو د ټاکنو پروسې لپاره امنيتي تابياوې ونيسي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې پيل شوي عمليات به د يادو سيمو تر بشپړې تصفيې پورې وغځوي.
د بلخ د يو شمېر نا امنه ولسواليو اوسېدونکي وايي چې که حکومت خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره نه کړي؛ نو د ولس او دولت تر منځ پيدا شوی واټن به لا زيات شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










