لښکرګاه(پژواک،٢٧چنګاښ٩٧): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د هوايي بريدونو له امله اته وسله وال طالبان وژل شوي او له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې موټر يې له منځه وړل شوى دى.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال نواب شاه ځدراڼ د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په کوبند سيمه کې هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې موټر هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او هاموې موټر يې له منځه تللى دى.
دغه راز ده وويل چې په همدې شپه د لښکرګاه ښار په مربوطاتو او د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې هوايي ځواکونو د طالبانو پټنځايونه په نښه کړي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل يې ټپي شوى دى.
د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه نه دي اوښتي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو ددې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د هلمند په ګرشک، مارجه، ناوه او سنګين ولسواليو کې د خپلو بريدونو په ترڅ کې امنيتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن