Language

کندوز کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي

کندوز (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۷): د کندوز امنيتي چارواکي په دغه ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې د ۱۲ سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د چنګاښ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته د امام صاحب ولسوالۍ د امام الدین څلورلارې سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې د وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

په عین حال کې د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني په امام صاحب ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید او له امله یې د سیمه ییزو پولیسو مرګ ژوبله مني خو شمېره یې په ډاګه نه کړه.

رحماني دغه راز وویل چې تېره شپه امنیتي ځواکونو هم د یادې ولسوالۍ د کونچک سیمې درې له لاسه وتلې پوستې بېرته نیولې او وسله والو مخالفینو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.