Language

د پکتیکا دوه ولسوالۍ طالبانو نیولې دي

لومړى تعقيب- ښرنه (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د پکتيکا د ولايتي شورا رييس وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د ګيان او اومنې ولسوالۍ نيولې دي.

د پکتيکا ولايتي شورا رييس بختيارګل ځدراڼ د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ګيان او اومنې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې وې.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله دغه ولسوالۍ تېره شپه سقوط شوط دي.

ده زياته کړه: ((خلک بايد له حکومته د سيمو د ساتنې تمه ونه کړي، خپله بايد خپلې سيمې وساتي.))

دغه راز د دغه ولايت په اومنې ولسوالۍ کې د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په زواکې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ نورې سيمې پخوا طالبانو نيولې وې او د زواکې سيمه يې بېګاه ونيوه او امنيتي ځواکونه پر شا تګ ته اړ شوي دي.

 ده وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د ګيان اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ نورې سيمې پخوا طالبانو نيولې او حکومت د ولسوالۍ مرکز له خپل اصلي ځاى څخه د ولواس سيمې ته نقل کړى و.

دى وايي چې تېره شپه له درې ورځې کلابندۍ وروسته دغه سيمه هم طالبانو نيولې ده.

د نوموړي په وينا، په دې درې ورځنۍ جګړه کې له ١٥ ډېرو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا والي او نورو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لور ته وسله وال طالبان هم د ګيان ولسوالۍ د سقوط خبر تاييدوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.