منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا دوه ولسوالۍ طالبانو نیولې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

لومړى تعقيب- ښرنه (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د پکتيکا د ولايتي شورا رييس وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د ګيان او اومنې ولسوالۍ نيولې دي.

د پکتيکا ولايتي شورا رييس بختيارګل ځدراڼ د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ګيان او اومنې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې وې.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله دغه ولسوالۍ تېره شپه سقوط شوط دي.

ده زياته کړه: ((خلک بايد له حکومته د سيمو د ساتنې تمه ونه کړي، خپله بايد خپلې سيمې وساتي.))

دغه راز د دغه ولايت په اومنې ولسوالۍ کې د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په زواکې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ نورې سيمې پخوا طالبانو نيولې وې او د زواکې سيمه يې بېګاه ونيوه او امنيتي ځواکونه پر شا تګ ته اړ شوي دي.

 ده وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د ګيان اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ نورې سيمې پخوا طالبانو نيولې او حکومت د ولسوالۍ مرکز له خپل اصلي ځاى څخه د ولواس سيمې ته نقل کړى و.

دى وايي چې تېره شپه له درې ورځې کلابندۍ وروسته دغه سيمه هم طالبانو نيولې ده.

د نوموړي په وينا، په دې درې ورځنۍ جګړه کې له ١٥ ډېرو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا والي او نورو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لور ته وسله وال طالبان هم د ګيان ولسوالۍ د سقوط خبر تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې څو ورځې په ګيان ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړه وه.

دى وايي چې تېره شپه د حکومتي ځواکونو وروستۍ قرارګاه او پوستې هم سقوط وکړ او ګيان ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې شوه.

خو طالبانو د اومنۍ ولسوالۍ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه