لښکرګاه (پژواک ٣ زمرى ٩٧): د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د راکټ مرمۍ چاودنې اوه امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا څلور بجې د لښکرګاه تورټانک سيمه کې د ملي امنیت د اوپراتيفي ګروپ پر سرتېرو چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل او پنځه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه، پېښه د راکټ مرمۍ د چاودنې په ترڅ کې رامنځته ته شوې، خو دا خبره لا هم کره نه ده، کېدای شي توغندى راغلى وي او يا هم نور چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د سیمې يوه اوسېدونکى د نوم نه ښودولو په شرط پژواک ته وويل، په ياد کور کې چې د ملي امنیت اوپراتيفي ګروپ «سنګوريان» اوسېږي، شپږ پرله پسي چاودنې وشوې.
هغه د پېښې په اړه کره معلومات نه درلودل، خو ويې ويل چې ډېر کسان روغتون ته ولېږدول شول.
په لښکرګاه کې د ايمريجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي، له دې پېښې دوی ته يو جسد او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP