ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان : غواړو له افغانستان سره مو پولې پرانستې وي

عمران خان : غواړو له افغانستان سره مو پولې پرانستې وي

author avatar
26 Jul 2018 - 21:50
عمران خان : غواړو له افغانستان سره مو پولې پرانستې وي
author avatar
26 Jul 2018 - 21:50

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۷) : د پاکستان کیدونکی لومړی وزیر عمران خان وایي، دوی غواړي چې له افغانستان سره یې د هیواد پولې پرانستې وي.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د پاکستان پارلماني ټاکنې ګټلې دي او اټکل کیږي، چې ډیر ژر به عمران د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

هغه نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغانان د نړۍ هغه خلک دي، چې له ترهګرۍ سخت ځپل شوي دي او ستونزې یې ګاللي دي.

ده زیاته کړه، چې افغانان سولې ته سخته اړتیا ده، له هغې وروسته پاکستان امنیت ته ډیره اړتیا لري، دافغانستان امنیت په اصل کې د پاکستان امنیت دی.

عمران وایی : (( موږ به دافغانستان د سولې او امنیت لپاره هر ډول همکاري او ځلې کوو.))

د نوموړي په وینا، دوی غواړي چې له افغانستان سره یې د هیواد پولې لکه داروپایی هیوادونو په څیر پرانستې وي او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړی شي.

د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر وایي، چې امریکا په افغانستان کې ښکیل ده، نو دوی غواړي چې له امریکا سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.