Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

خوست ښار (پژواک، ۵ زمری ٩٧): په خوست کې ناپېژاندو وسله والو دوه ملي پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عبدالحنان نن د زمري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ نيمې بجې د خوست مرکز اړوند اداري کمپليکس ته څېرمه له څړبني پول سره نږدې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، يو شمېر وسله والو چې چادرۍ يې پر سر وې، د پوليسو د تلاشۍ پر پوستې بريد وکړ، چې له امله يې دوه پوليس ځای پرځای ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.

د ده په وينا، وسله وال د سراچه ډوله موټر نه په استفادې د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو وايي چې د هغوی د نيولو په موخه يې په سيمه کې پلټونکي عمليات پيل کړي دي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځایه دوی ته دوه جسدونه او يو پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالبصير بينا بيا پژواک اژانس ته وويل، پوليسو د پلټونکو عملياتو په ترڅ کې ياد شوی سراچه ډوله موټر له څو شکمن کسانو سره يو ځای نيولي، چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ويلي.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم په همدې سيمه کې څو تنو وسله والو چې چادرۍ يې اغوستې وې، د نوم ليکنې پر يوه  مرکز وسله وال بريد کړی و، د ملي اردو او د ملي پوليسو دوه سرتېري يې وژلي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.